شويبله: د اروپايي مرکزي بانک پرېکړه بايد په ناسمه توگه تعبير نه سي
۱۳۹۱ شهریور ۱۸, شنبهاعلان
د المان د اقتصادي چارو وزير ولفگنگ شويبله، ويلي دي چي اروپايي هيوادونه د اقتصادي ريفورم خپلي هڅي بايد گړندۍ وساتي. نوموړي زياته کړې ده چي د اروپايي مرکزي بانک له خوا په غېر محدوده توگه په اقتصادي توگه ځپل سوو غړو هيوادونو د دولتي ونډو د رانيونې پرېکړه بايد د ريفورمونو پروسه سسته نه کړي.
د شويبله په وينا د يورو پول واحد په وړاندي به د اعتبار بحران هغه وخت حل سي، کله چي اصلاحاتو ته دوام ورکړل سي. نوموړي د بيلډ ام زونټاگ، نومي الماني مجلې سره په مرکه کي زياته کړې ده چي په اقتصادي بازارونو کي اوس هم په دې هکله شکونه سته چي ايا د يورو پول واحد زون به پاته سي او که څنگه. شويبله ويلي دي چي د اروپايي مرکزي بانک پرېکړه بايد په ناسمه توگه تعبير نه سي.