1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شويبله د عمومي واټونو څارنه غواړي

۱۳۸۶ تیر ۱۱, دوشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير ولفگانگ شويبله په آلمان کې د کمرو د لارې د مرکزي واټونو د څارنې غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/DKIM
يوه پوليسه د واټونو د ويډيويي څارنې پر مهال
يوه پوليسه د واټونو د ويډيويي څارنې پر مهالانځور: AP

شويبله په ټلويزيون کې وويل چې د برتانيې شنډ شويو بريدونو دا وښودله چې د ده د وزارت اخطارونه هسې بې ځايه نه دي، بلکې تروريزم په رښتيا يو لوی گواښ دی. د ليبرال دموکرات گوند د کورنيو چارو سياستوال ماکس شتادلر بيا وايي چې په آلمان کې د پلان شويو ترهگرو بريدونو په اړه دقيق معلومات او کومې نښې نشته. له بلې خوا د ښاغلي شتادلر په اند د لندن او گلاسگو بريدونو وښودله چې ويډيويي څارنه د بريدونو مخه سل په سلو کې نه شي نيولای.