1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شويبله وايي د ده د څرگندونو ناسم تعبير شوی دی

۱۳۸۶ تیر ۲۵, دوشنبه

د آلمان ولسمشر هورست کولر د کورنيو چارو پر وزير ولفگانگ شويبله باندې نيوکه کړې ده. شويبله ويلي وو چې د تروريزم ضد مبارزه کې دې د مشکوکو ترهگرو د ويشتلو او وژلو اجازه وي. اوس ښاغلی شويبله هڅه کوي چې راولاړه شوې ستونزه بېرته هواره کړي.

https://p.dw.com/p/DKIC
شويبله د تروزيرم په وړاندې د مبارزې دپاره د يو ټينگ قانوني بنسټ غوښتنه کوي
شويبله د تروزيرم په وړاندې د مبارزې دپاره د يو ټينگ قانوني بنسټ غوښتنه کويانځور: AP
شويبله په گڼ شمېر مرکو کې وويل چې د ده د څرگندونو په برخه کې سوء تفاهم شوی او علط تعبير ترې اخېستل شوی دی. خو نوموړي بيا هم د تروزيرم په وړاندې د مبارزې دپاره د يو ټينگ قانوني بنسټ غوښتنه وکړه. د آلمان د سوسيال دموکرات او مسيحي دموکرات گوندونو سياستوالو يو په بل باندې نيوکې کولې چې گواکې د لوی ايتلاف فضا يې خړه پړه کړې ده. شويبله د آلمان د ARD او ZDF تلويزيوني چينلونو سره په مرکو کې وويل چې د ده مقصد د القاعدې په وړاندې نظامي جگړه وه او دا چې عسکر د ولسونو تر منځ د تړونونو له مخې کوم حقوقي مقام لري. په دغه وجه سوءتفاهم رامنځ ته شو او خلکو داسې انگېرل چې دی غواړي «مشکوک ترهگر وولي او ووژني.»