1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاينمایر د امریکا او روسیې له خطرناکې مقابلی خبرداری ورکړی

۱۳۹۵ مهر ۱۷, شنبه

شټاينماير د نړۍ د دوو لویو قدرتونو امریکا متحده ایالات او روسيې تر منځ روانه وضعه د سړې جګړې د وخت په پرتله خطرناک اټکلوي. په امریکا کې د آلمان پخواني سفیر ایشینګر هم د وضعیت د خرابیدو په هکله خبرداري ورکړی.

https://p.dw.com/p/2R2A5
Lettland PK Frank-Walter Steinmeier
انځور: Reuters/I. Kalnins

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاینمایر، د امریکا متحده ایالاتو او ورسیې تر منځ د روان کړکیچ په پام کې نیولو سره د دوو ابر قدرتونو د مخامخ کیدو وخت ته د بیرته ورګرځیدو خبردارۍ ورکړی دی. شټاینمایر د «بلډ»آلمانۍ ورځپاڼې وویل: «د روسیې او امریکا تر منځ تضادونه مخ پر ډیریدو دي. ظاهراً هغه موجود متقابل اعتماد هم خپل وروستي حد ته رسیږي.»

خو د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند دغه سیاستوال زیاته کړه چې اوسنې وضعه د سړۍ جګړې له وخت سره پرتله کول یوه تیروتنه ده. نوموړي زیاته کړه: «اوسنې عصر بل ډول دی، لا زیات خطرناک دی. پخوانۍ نړۍ دوه قطبي وه، خو مسکو او واشنګټن خپل وروستي حدود پيژني او درناوی ورته کوي.»

"د نظامي مقابلی یا مخامخ کیدو لوی خطر"

په واشنګټن کې د آلمان پخواني سفیر او د مونشن امنيتي کنفرانس مشر ولفګنګ ایشینګر، هم د وضعیت د کړکیچن کیدو څخه خبردارۍ ورکړی دی. ایشینګر د «بلډ» ورځپاڼې ته وویل: «په د پام وړ ډول د پوځي مخامخ کیدو او مقابلې خطر موجود دی. دا ډول خطر په تیرو څو لسیزو کې دومره لوی نه وو. د ختیځ او لویدیځ تر منځ اعتماد هیڅ کله هم تر اوسنې وخت کم نه وو.»

ایشینګر زیاته کړه: «مسکو په واشنګټن کې له ټاکنیزو مبارزو څخه استفاده کوي، تر څو په تخریبونکو ضربو سره د «پاکس امریکانا» یا د امریکا سوله له منځه یوسي.» ایشینګر همدا د روان کال په تیر شوي جون میاشت کې له روسيې سره د جګړې خطر ته اشاره کړی وه.

"نوي بندیزونه رغونکي نه دي"

د روسیې په چارو کې د آلمان حکومت استازی گِرنوت اِرلر، په سوریه کې د کرملین د چلند په پام کې نیولو سره، د مسکو پر وړاندې نوي بندیزونه یوه تیروتنه بولي. ارلر، د آلمان رسنیزې ډلې «فونکه» ته ویلي دي چې پر روسیې د نوو اقتصادي بندیزونو په هکله د آلمان د بهرنیو اړیکو کمیټې د مشر ناربرت روټګن، وړاندیز کومه ګټه نه لري.

ارلر، د دې پر ځای له مسکو سره د خبرو اترو له پاره د کوښښونو پر ډیریدو ټینګار وکړ: «یوازې مستقیمې خبرې اترې کولی شي پر روسیې اغیزې ولري.» ارلر، د واشنګټن حکومت ته هم سپارښتنه  وکړه چې هر څومره ژر چې کیدای شي له مسکو سره د خبرو اترو لاره ولټوي.

د دغو ترنګلتیاو سربیره د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، غواړي چې په راتلونکو اونیو کې یو وار بیا د ناټو د شورا او روسي غونډه را وبلي. ستولتنبرګ د «بلډ» ورځپاڼې ته وویل چې ناټو ته د روسیې ځواب دوه اړخه لري: د  خپل ځواک ښودل او خبرو اترو ته خپله امادګي ښودل. د هغه په خبره په یو ستونزمن وخت او وضعیت کې تر ټولو مهمه خبره شفافیت او د اعتماد قابلیت دی. د ناټو شورا او روسیې په روان ميلادي کال کې تر اوسه پورې دوه واره غونډه کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.05.2015):