1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاين ماير: د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو لپاره به نور عسکر ولېږو

۱۳۸۸ دی ۲۰, یکشنبه

د المان په مرکزي پارلمان کي دسوسيال ديموکرات دپارلماني ډلي مشر فرانک والتر شتاين ماير دانا ممکنه نده بللي چي دده ګوند افغانستان ته دنورو الماني عسکرو له استولو سره موافقه وکړي...

https://p.dw.com/p/LPrt
د جرمني د بهرنيو چارو پخوانی وزير فرانک والټر شټاين ماير
د جرمني د بهرنيو چارو پخوانی وزير فرانک والټر شټاين مايرانځور: AP

خو زياته کړي يي ده چي دجګړه کونکو عسکرو دشمير زیاتول لازم ندي او د سوسیال ديموکرات ګوند به موافقه هم ورسره ونکړي .خو دافغانستان دامنيتي ځواکونودروزلو لپاره به له هغه شميرنه چي مرکزي پارلمان بوندس تاګ يي افغانستان ته له استولو سره موافقه کړيده، دزيادتره عسکرو له استولو سره موافقه وښيي.

شتاين ماير د«بيلد ام زونتاګ» جريدي ته ويلي دي چي دامهال دالمان دپارلمان لخوا افغانستان ته داستولو لپاره دعسکرو داستولو پاسنی سرحد ۴۵۰۰ عسکر ټاکل شويدي .اودا بايده دي ممکنه وي چي مونږ دافغانستان دعسکرو او پوليسو دروزلو لپاره لدينه زيادتره شمير ځواکونه هغه هيواد ته واستوو.که دالمان حکومت دروزلولدينه زيادتره ظرفيتونوته اړه ولري، اولازم يي و بولي نوبايد دهغه لپاره موږ ته ډیر ښه دليلونه ووايی ترڅو چي مونږ موافقه ورسره وکړوشتاين ماير زياته کړې ده،چي دالمان پوځ بايده دي په دوامدار ډول په افغانستان کي پاتي نشي خوله هغه هيواده څخه دپوځ دويستلو لري ليد به يوازي به هغه صورت کي واقعبينانه وي چي مونږ دهغه هيواد دپوليسو او عسکردروزلو لپاره زيادتره کار وکړو.

شتاين ماير ويلي دي چي المانيانو په افغانستان کي ډير ښه کار کړي . اوپه شمال کي به دځيني سيمو امنيت افغاني ځواکونوته ورو سپاري .دهمدي لپاره دالماني جګړه کونکي پوځ دشمير ډيرولوته حاجت نشته اود سوسيال ديموکرات کوند به هم دهمدي لپاره موافقه ورسره ونکړي .

شتاين ماير دالمان له حکومت څخه وغوښتل چي دافغانستان دلندن غونډي ته چي دجنوري دمياشتي په ۲۸ نيټه پيل کيږي په پخپله يوه ښکاره طرحه وړاندي کړي .اوپخوا له هغه بايده دي حکومت ولسي جرګي او عامو خلکو ته دا توضيح کړي چي دلندن غونډي ته کوم وړاندييزونه کوي .

شتاين ماير دالمان دپروتستانتانو دجرګي دمشري اسقفي مارګوت کيس من په څرګندونو باندي نيوکي وکړي .چي وايي په افغانستان کي دپوځ ګمارنه دمسحيت له ارکانو سره سمون نلري .شتاين ماير ويلي دي: په افغانستان کي دالمان دپوځ دګمارلوپه هکله داسي بي تعمقه او اسانه پريکړه نده شوي. شتاين ماير ويلي دي چي ددي پوځ دليږلو انګيزه داوه چي دالمان وګړي دنيويارک ، مادريد او دلندن په شان سوء قصدونو څخه وساتل شي .اوبله انګيزه داوه چي د ديرس کلني جګړي له امله وران ويجاړ شوي افغانستان ولس ته چي جګړو ډير ځپلي دي په خپلو پښو باندي دبيرته دريدو په لاره کي مرسته وشي. .دښونځيو، داوبو رسوني، او روغتونو نو د بيا رغوني کار پرته دپوځ له ساتني نه ممکنه نده .

پدي منځ کي دالمان داتحادي جمهوريت دحکومت مخالفو دسوسيال ديموکرات ګوند، دشنو ګوند اوکيڼ ګونددالمان دحکومت دمعلوماتو دورکولو په تراوسه سياست باندي نيوکي کړي او ناکافي يي بللي دي. اود مشخصو وړانديیزونو غوښتنه يي کړيده .دسوسيال ديموکرات دګوند دبهرنيو چارو سیاستوال رولف موتڅه نيش دبرلينر څايتونګ د ورځپاڼي د شنبي دورځي ګڼي ته ويلي دي چي لمړۍ وزيره مرکل بايد حتما دلندن دافغانستان له غونډي څخه پخوا په مرکزي پارلمان بوندس تاګ کي حکومتي توضيحات ورکړي .

په مرکزی پارلمان کي دشنودګوند دډلي مشر ترتين هم همدي ورځپاڼي ته ويلي دي چي مونږ بايده دي به همدي پارلماني دوره کي له افغانستانه څخه دالماني عسکرو په ويستلو پيل وکړو .اودهغه لپاره پدي هکله طرحي ته اړه لرو .داطرحه بايد حکومت وړاندي کړي .په پارلمان کي دکيڼ دکوند دپارلماني ډلي مشر ولفګنګ ګيرکه دالمان دحکومت پدي اعلاميي باندي سخت انتقاد کړيدي چي ويلي يي و،لندن ته دسولي دستراتيژۍسره نه ځي، حتي داوربند له ستراتيژۍ سره هم هلته تلل نغواړي، بلکه دجګړي دکولو ديوي نوي ستراتيژۍ سره ورځي نو دده ګوند به بيا هم په مرکزي پارلمان کي له افغانستانه څخه دالمان دپوځ دويستلو تقاضا وکړي .

دلندن نړيواله غونډه دجنوري دمياشتي په ۲۸ نيټه په پام کي نيول شويده دسوسیال ديموکرات ګوند به دجنوري په ۲۲نيټه له نړيوالو کارپوهانو سره په افغانستان کي دالمان دعسکرو په فعاليتونو باندي خبري وکړي .

Ag/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل