1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاين ماير: د امريکا او ايران ترمنځ د خبرو کولو امکان سته

۱۳۸۷ آذر ۱۲, سه‌شنبه

د نيوز ويک په نامه امریکايي نامتو اونيزي پخپله نوې ګڼه کي د آلمان د بهرنيوچارو د وزير فرانک والټر شټاين مایر، سره په یوه مرکه کي د امریکا په متحده ايالتونوکي

https://p.dw.com/p/G7ZF
د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير
د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين مايرانځور: AP

د نوي ولس مشر په ټاکل کيدلو سره به د نورو نړيوالو مسايلو او لانجو ترڅنګ د افغانستان د بحران او د ايران د اټومي لانجې په اړوند څه نوښتونه راسي خبري کړي چي پښتو لنډيز يې ستاسو مخ ته ږدو.

د آلمان د بهرنيو چارو وزیر د ايران د اټومي لانجې په هکله که له يوې خوا هيله څرګندوي چي ښايي تهران د خپل اټومي پروګرام څخه لاس واخلي خو له بله پلوه شک او ترديد هم ښه يي.

شټاين ماير پخپله مرکه کي وايي:«هرډول شک او تردیدڅخه پرته نړيواله ټولنه دا هيله لري چي دامریکا د متحده ایالتونو او ايران ترمنځ د 29 کالو سړو ډيپلوماسي اړيکو څخه وروسته دخبرو او تماسونو لاره خلاصه سي او يوه نورماله ډیپلوماسي فضا منځ ته راسي.دا امکان سته.»

البته داچي ولي د امریکا د متحده ایالتونو او ايران ترمنځ ډيپلوماسي اړيکي شلېدلي، علت يې روښانه دی.خو دهغي ورځي راهيسي تراوسه ډير واري داچانس پيدا سوی چي ددواړو هيوادونو ترمنځ بيرته سیاسي اړيکي منځ ته راسي.خو کله له يوې خوا څخه او کله له بلي خوا څخه دغه چانس له لاسه وتلی دی.

شټاين ماير وايي:«دا به بده خبره نه وي که چيري دواشنګټن او تهران ترمنځ مخامخ خبري وسي خو ايران بايد داسي دباور وړ اسناد او بيلګي وړاندي کړي چي دغه هیواد نه غواړي اټومي سلاوي جوړي کړي او ايران داهم غواړي چي په دغه سیمه کي يو رغونکی نقش ولوبوي.» شتاين ماير وايي زه داهیله لرم چي د ايران سیاسي لار ښونکي ددغي مسلې اهميت درک کړي خو زه بايد دا هم ووايم چي زما دغه هيله دشک او ترديدسره تړلي ده.

شټاين ماير پخپله دغه مرکه کي دافغانستان دلانجې په هکله وايي چي ما ددغي مسلې په اړه تر اوسه دوه واري د امریکا دمتحده ایالتونو د ټاکل سوي ولسمشر بارک اوباما سره خبري کړي دي. بارک اوباما ددغي موضوع په هکله ډير پراخ او متفاوت تصورات لري. خو زما له نظره موږ د افغانستان د لانجې په اړوند په يوه ټکي کي سره موافق یو چي په دغه سيمه کي امنیتي وضع ډيره پېچلې ده. خو يوازي د پوځي عملیاتو په زیاتولو سره به دغه هیواد او په دغه سیمه کي لازم مثبت بدلونونه رانسي.

په افغانستان کي د آلمانانو د فعالیتونو په اړه شټاین ماير دنيوزويک مجلې سره په مرکه کي وايي:« آلمانانو په افغانستان کي د پوځي فعاليتونو ترڅنګ د بيارغونو ملکي پروژو ته زیاته پاملرنه کړې او کوي يې. او همداشان د جرمني آواکس ډوله اکتشافي الوتکي خپل هوايي اکتشافي عملیات په ټول هیواد کي سرته رسوي او زموږ مخابراتي کارپوهان په کندهار کي هم خدمت کوي. موږ په افغانستان کي څه چي بايد سوي وای کړي دي.