1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاين ماير: د ايران سره د جوړجاړي يوازنی چانس دی

حاجره حرکت / آژانسونه۱۳۹۴ تیر ۱۵, دوشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير په ويانا کي ويلي چي د ايران د اټومي لانجې د حل له پاره رواني خبري اتري هغه يوازنی چانس دی.

https://p.dw.com/p/1FtLx
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/H. Punz

په ويانا کي د ايران د اټومي پروګرام پر سر د تړون پر موضوع غونډه ادامه لري. د آلمان د بهرنيو چارو وزير شټاین ماير محتاطانه خوشبينه دی او له ایران سره د دې شخړې د حل له پاره د ښکېلو اړخونو څخه په جرأت سره د پريکړی غوښتنه کوي. د ويانا غونډه د «اوس يا هيڅکله» تر شعار لاندي روانه ده.

د ايران د اټومي پروګرام په تړاو لانجه د څو کالو راهيسي ادامه لري. په دغه غونډه کي ګډون کوونکي هيوادونه په دې نظر دي چي د دغې ستونزي په تړاو هيڅ هکله يو توافق ته دومره نژدې سوي نه ول لکه اوس چي نژدې سوي دي.

شټاين ماير د يکشنبې په ماخستن په ويانا کي په دې اړه زیاته کړه: « د دې متن اساسي ټکی د یو نهايي توافق له پاره روښانه شوي دي.» نوموړي ويلي دي:« دا يوازنی چانس دی.» د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند دغه سياستوال په دې نظر دی چي د لانجې حل اوس د دې غونډې د ګډون کونکو په جرأت پوري اړه لري.

«وخت يې اوس رارسېدلی دی»

شټاين ماير وايي چي که چيري دا خبري بريالۍ نه سي نو به هيڅوک هم ګټونکی نه وي. د هغه په وينا د دې معنی دا هم نه ده چي په هر قيمت چي وي بايد يو توافق رامنځ ته سي. د آلماني وزير په وينا دغه تړون بايد چي د دې مخه ونيسي چي ايران و اټومي وسلو ته لاس رسی پيدا کړي.

په همدی توګه د اروپا د بهرنيو چارو مسولي فېدريکا موګېريني ټنګار کړی چي « که چېرې په دې اړه د ټولو خواو توافق سره کیدونکی وي، وخت يې اوس رارسیدلی دی.»

د امريکا د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کېري له ټولو خوشبينيو سره سره خبرداری ورکړی دی چي دا خبره هر وخت ممکنه ده چي دغه خبري اتري ناکامه سي. هغه زياته کړې: «زه غواړم چي دا خبرو په واضحه توګه وکړم چي دغه خبري اتري پر يو يا بل استقامت تللای سي.» د کېري په وينا اوس هم يو شمېر موضوعات سته چي ورباندي تفاهم نه دی رامنځ ته سوی. د ايران د بهرنيو چارو وزير جواب ظريف هم ويلي چي یو شمېر پوښتني بې جوابه پاته دي او دا چي د حل له پاره يې هلي ځلي رواني دي.

د ويانا په غونډه کي د امنيت د شورا پنځه دايمي غړي امريکا، روسيه، چين، فرانسه، بريتانيه او په همدې ډول آلمان د ايران سره خبري اتري کوي. د ايران د اټومي پروګرام د تړون مقصد دا دی چي دا يقيني کړله سي چي ايران اټومي وسلې نه جوړوي او دا چي اټومي دستګاوي يې صرف ملکي مقاصد لري. ايران غواړي چي د دغه تړون په بدل کي ورباندي لګول سوي نړۍ وال اقتصادي بنديزونه ليري کړل سي.