1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاين ماير: د CIA د استازي شړل پر ځای کار ؤ

زيمون برول / عبدالباري حکيم۱۳۹۳ تیر ۲۰, جمعه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير، له آلمان څخه د CIA د مقيم استازی خارجول سمه پرېکړه بللې ده. ياد امريکايي د امريکا لخوا په آلمان کي د جاسوسۍ د نوي پيښي په غبرګون کي و ايستل شو.

https://p.dw.com/p/1CbBo
انځور: picture-alliance/AP Photo

شټاين ماير غواړي چي آلمان د امريکا د متحده ايالاتو سره د اړيکو يو نوی پېر پېل کړي. په دې ترځ کي به هغه د خپل امريکايي سيال جان کېري سره د ايران د اټومي پروګرام په تړاو د پلان شوې غونډي تر څنګ خبري وکړي. دا په داسي حال کي ده چي آلمان د CIA مقيم استازی د جاسوسۍ د افتضاح په غبرګون کي آلمان څخه وشړی. شټاين ماير ويلي دي چي په ملګرۍ کي د اعتبار ماتوونکي عمل په وړاندي دغه «يو اړين ګام» او يو «مناسب غبرګون» ؤ. خو شټاين ماير پر دې هم ټينګار کړی دی چي د نړۍ والو لانجو په تناظر کي د امريکا او آلمان همکاري ډېره مهمه ده.


په آلمان کي د امریکا د جاسوسۍ بله کړنه د آلمان د دفاع په وزارت کي بربنډه شوې ده. داسي ویل کیږي چې د نوموړي وزارت یو کارکونکي د متحده ایالاتو لپاره جاسوسي کوله. په همدې وجه د آلماني سیاستوالو د غبرگون لهجه وار په وار تندیږي.


د مالېې وزیر، ولفگانگ شایبلې په متحده ایالاتو باندې د «حماقت» تور لگوي او د دفاع وزیره، فون دیرلاین د دې عمل د عواقبو غوښتنه کوي. د هغوی دغه تند غبرگون وروسته له هغې وښودل شو چې وویل شول چې د یوې اونۍ په موده کې د آلمان په دننه کې د متحده ایالاتو د مشکوکي جاسوسۍ دوه کړۍ بربڼدې شوې دي. وروسته له هغې چې د دفاع په وزارت کې دوهم مشکوک جاسوس بربڼد شو، اوس د قضیې ځیني جزییات بربڼدیږي. د رسنیو د رپوټونو له مخي دغه شخص پراخو محرمو معلوماتو او محرمو اسنادو ته لاس رسی درلود.


د آلمان د «درشپیگل» په خپلې انترنتي گڼه کې رپوټ ورکړ چې دغه مشکوک جاسوس له یو کال را په دې خوا د دفاع وزارت د سیاست او نړیوال امنیتي سیاست په څانگه کې د مامور په توگه کار کاوه. د هغې مجلې معلومات د آلمان د پوځي استخباراتې ادارې MAD، په حواله خپاره شوي دي. ویل کیږي چې MAD له میاشتو را په دې خوا دغه شخص تر څارنې لاندي درلود، ځکه هغه په وار وار له امریکايي ارتباطي کسانو سره لیدنه کتنه درلوده. د «در شپیگل آنلاین» د رپوټ له مخې د آلمان د پوځي استخباراتي ادارې څارونکي داسې نښې نښانې هم راټولې کړي دي، چې د دفاع وزارت نوموړي کارکونکي خپلو امریکایي ارتباطي کسانو ته یو څه تسلیمول. خو تر اوسه پورې ټینگ اسناد او شواهد نه شته چې دغه سړی دې ونیول شي.


له امریکایی سیاستوالو سره لیدنه کتنه


د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند د غړي، نوربرت رویتگن په مشرۍ د آلمان د پارلمان د بهرنیو چارو د جرگه گۍ یو پلاوی واشنگتن ته تللی ؤ تر څو د نړۍ د کړکیچونو په هکله د آلمان او امریکا د همکارۍ پر سر خبري وکړي. هغه د خبرو اترو د موضوعاتو یو اوږد فهرست د ځان سره درلود لکه د روسیې په وړاندي د دوړاړو هیوادونو دریځ، په عراق کې د داعش د ترهگرې ډلې د پرمختگ په وړاندي غبرگون او د ایران هستوي هڅې او داسې نور.


په يادو ټولو نړۍ والو لانجو کې معمولا آلمان او امریکا هڅه کوي یو دریځ غوره کړي. خو د آلماني او امریکایي استازو خبري اتري د آلمان په خاوره کې د متحده ایالاتو د مشکوکو جاسوسي فعالیتونو تر سیوري لاندی پریوتې دي.


په داسي حال کې چې په آلمان کې غوصه وار په وار زیاتیږي، په متحده ایالاتو کې غبرگونونه تت او ناڅرگند ښکاري. د جاسوسۍ د دوهمي قضیې د بربڼدېدو څخه وروسته هم د متحده ایالاتو حکومت له دریځ له نیولو څخه ډه ډه کړې ده.


آلماني پلاوي ته قانع کونکی ځواب نه دی ورکړ شوی


د آلمان د پارلمان د بهرنیو چارو د جرگه گی رئیس رویتگن او د هغه څلور ملگرو استازو وغوښتل چې د ادعا شوو جاسوسي فعالیتونو په هکله له خپل امریکایي لوري څخه ځواب تر لاسه کړي.


آلماني استازو د کانگرس له استازو څخه وپوښتل چې د متحده ایالاتو استخباراتي ادارو د کوم هدف لپاره د غوږ نیولو او جاسوسی فعالیتونه تر سره کړي دي. رویتگن وویل چې په دې هکله له امریکایي استازو څخه کوم مشخص ځواب تر لاسه نه کړ.


رویتگن وروسته په واشنگتن کې د آلمان په سفارت کې وویل: « مونږ لا تراوسه نه یو تواندلي چې پوه شو چې د جاسوسۍ د دغو فعالیتونو له لارې څه ډول معلومات باید تر لاسه شوي وای. خو هغه څه چې مونږ پرې پوه شوي یو، هغه دا ده چې په عامه ذهینت کې دې مسألې سخت تاوان اړولی دی، په خاصه توگه د هغه تصور په هکله چې آلمانان یې د امریکایانو په هکله اوس لري.»


د آلمانی پلاوی لپاره د تعجب خبره خو دا وه چې د امریکا متحده ایالاتو استازو له موضوعاتو څخه د نه خبرتیا خبره وکړه: «دا چې دې قضیې عامه ذهینت ډیر تاواني کړی دی، نه په امریکایي رسنیو کې پرې خبری کیږي او نه هم سیاستوال ترې خبر دي.»

د آلمان د پارلمان نوموړی پالوي یادونه وکړه چې په همدی وجه ډیره هڅه باید وشي چې د قضیېې له عواقبو خخه امریکایی لوری خبر کړای شی. هغه وویل : خو سمدلاسه لازمه نه ده چې آلمان د جاسوسۍ ضد وسایلو سره د امریکا او آلمان دوستي له گواښ سره مخامخ کړي.