1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاين ماير منځني ختيځ ته سفر کوي

۱۳۸۸ تیر ۱۴, یکشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر نن د یو دوه ورځني سفر لپاره د منځني ختیځ په لور خوځیږی.هغه له اسراییلو، فلسطیني خاورو، سوريې او لبنان څخه لیدنه کتنه کوي...

https://p.dw.com/p/IhRx
د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير
د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين مايرانځور: AP

دا خبره پرون د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند،Andreas Peschke د آلمان غږ راډیو ته وکړه.

« خبره دا ده چي په سیمه کي له شریکانو سره چي اصلي مسوولیت د هغو په غاړه دی، خو په عیني وخت کي له نړیوالي ټولني سره په ګډه، خصوصاً د بارک اوباما له ریاست له پیل څخه را په دې خوا، موږ هڅه کوو چي د اسراییلو او فلسطینانو ترمنځ کړکېچ د دوو دولتونو د حل نومي پلان له لاري حل شي. ځکه دا یوازنۍلاره ده، چي په سیمه کی پایښت لرونکې سوله ټینګولای شي. د دغه هدف په رڼا کي ټول کارونه باید سرته ورسیږي. آلمان غواړي چي په سیمه کي له خپلو شریکانو او له اسراییلي اړخ سره په ښکاره توګه خبري وکړي»

Peschke زیاته کړه چي د منځنی ختیځ د سولي په پروسه کي خوځښت رامنځ ته شوی دی.د دغه خوځښت یوه وجه د جمهور رییس اوباما نوې هڅه او نوې علاقمندي ده او دوهم دا چي د لبنان او سوريې ترمنځ اړيکي عادي شوي دي.

«آلمان هڅه کوي، د نوموړي سیمه ایز بدلون په پام کي نیوني سره، په دغه بهیر کي اساسي پاملرنه د فلسطین او اسراییلو لانجې ته واړول سي، په همدې موخه د بهرنیو چارو وزیر شټاین مایر ګاونډیو هیوادونو ته هم سفر کوي.»

د Peschke د معلوماتو له مخی، شتاین مایر په اسراییلو کی نه یواځی له خپل اسراییلی همتا، اویګدور لیبر من، بلکه له جمهور رییس شیمون پیرس، لومړی وزیر، بنیامین نیتان یاهو، له مخالفی مشری، د بهرنیو چارو پخوانی وزیری، زیپی لیونی سره هم وینی. په فلسطینی سیمو کی به شتاین مایر د ځوانانو یو ښونځی پرانیځي چی د « فلسطین د راتلونکی» نومی مؤسسی له خوا بسپڼه شوی دی، د دغه ښونځي د بنست د ډبری په ایښودو کی هم شتاین مایر ګډون درلود. سر بیره پر دی هغه به د فلسطيین د خپلواکمنی اداری له مشر، محمود عباس سره هم وګوری.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر به په سوریه کی د هغه هیواد له جمهور ریس بشار الاسد او بهرنیو چارو وزیر، ولید المعلم او په لبنان کی له جمهور رییس میشل سلیمان او د هغه هیواد له نومول شوي لومړی وزیر، نبی بری سره ووینی.

دا څلورسم ځل دی چی شتاین مایر منځني ختیځ ته سفر کوی.د بهرنیو چارو د وزرات د ویاند، Peschke په نظر، دا دی نښانه ده چی آلمان څومره په سیمه کی د سولی له پروسی سره مینه لری.

Maurus, Hans/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل