1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاين ماير: هندوستان بايد په نړيوالو مسايلو کي ډيره برخه ولري

۱۳۸۷ آذر ۱, جمعه

پرون د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاین مايرچي دامهال په هندوستان کي دی،د هند د صدراعظم من موهن سنګ او خارجه وزير پرناب مکرجي سره وکتل

https://p.dw.com/p/FzGV
د هندوستان لومړی وزير من موهن سينګ او د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير
د هندوستان لومړی وزير من موهن سينګ او د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين مايرانځور: AP

ده ته ډير ښه تياری نيول سوی ؤ،د لوی هندوستان دروازه چي د پاريس سره شباهت لري، ډیره ښايسته ځليدل ،کمرې او مکروفونونه ورباندي نصب سوي وه. خو د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاین ماير لا نه ؤ را رسيدلی، د ژورنالسټانو پوښتنو ته يې جوابونه ونه ويل، او راساً د هند دخارجه وزير پراناب مکرجي سره د خبرو دپاره ولاړۍ، او پر نورو موضوعګانو يې تماس ونيوۍ.

شټاين ماير وويل« هندوستان پداسي مرحله کي دی چي خپل قوت او طبعاً خپله اغيزه واچوي، خو په خپلو مسؤليتو باندي هم پوه سي.»

دجرمني خارجه وزير غوښتل چي د هند دصدراعظم من موهن سنګ او دخارجه وزير پراناب مکرجي سره د سياست پر ټولو موضوعګانو خبري وکي. خو د هندي خوا څخه دا هم معلومه سوه،چي دوی د بحث دغو موضوعګانو ته په انتقادي ډول ګوري،او وايي چي دا نسي کيدای چي د پرمختګ په حال کي هيوادونه تر هغه وروسته چي هر څه فيصله سوې وي، يوازي چايو ته رادعوت سي.

خو شټاین ماير پر دې خبره ټينګار کوي چي د پنجشنبې په خبرو کي پر مهمو موضوعګانو لکه د اقتصادي بحران د له منځه وړلو پر لارو چارو او د نورو مرکزونو او قوتونو پر اغيزي او تاثير باندي خبري وسوې. دغه خبره د واشنګټن په بين امللي اقتصادي - مالي سرمشريزه کي هم څرګنده سوه، چي د هندوستان په شمول د G8 د هيوادو په عوض شلو هيوادو ګډون کړی ؤ.

شټاین ماير ووويل چي په افغانستان کي هم موږ د هندوستان ګډي همکارۍ ته اړ يو، او داهم د خوشالۍ ځای دی چي هندوستان د خپل تاريخي رقيب پاکستان سره مناسبات سم کړي دي، چي هغه به بيا په خپل وار د نړيوالي ترهګرۍ سره پر مبارزه باندي مثبته اغيزه وکي.