1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاين ماير: که دوامداره اوربند نه کيږي نو د يو څو ورځو له پاره خو دي وسي

۱۳۸۷ دی ۲۶, پنجشنبه

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير د مخه تر دې چي منځني ختيځ ته خپل دوهم سفر پيل کړي د آلمان پارلمان ته په وينا کي وويل په غزه کي روان انساني بحران کيدای سي په يوه انساني فاجعه واوړي.

https://p.dw.com/p/GYvb
د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير
د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين مايرانځور: AP

شټاين ماير وويل: «څرګنده خبره ده چي اولسي وګړي ددې ستونزي قربانيان دي، او پدغه جګړه کي کړيږي. روان انساني بحران کيدای سي چي په يوې انساني فاجعې باندي واوړي. موږ د اولسي وګړو درد درک کولای سو. اولسي وګړي زموږ زړسوي ته اړتيا لري او زموږ زړسوی ورسره هم دی.»

شټاين ماير، چي د منځني ختيځ د سفر څخه راغلی دی، وويل چي که بشپړه ډز بندي امکان نه لري نو د يو څو ورځو له پاره دي، د بشري عواملو پر بنسټ جګړه ودرول سي. هغه چي اوس بيا منځني ختيځ ته تللی دی، دا وړانديز لري چي د مصر او غزې تر منځ د پولي د څارنې په برخه کي دي المان مرسته وکړي، تر څو د ده په وينا و غزې ته د وسلې کاچاک او پدې توګه د اسرايل امنيت بهتره سي.

ددې پرته شټاين ماير د غزې د ستونزي د هوارۍ له پاره کوم وړانديزونه نه لري. خو د جرمني په ټوله پارلمان کي د غزې په وړاندي د وړانديزونو کمښت دی. څوک څنګه کولای سي چي ډز بندي منځ ته راوړي؟ د المان د ليبرال ګوند يو غړی وېغنر هوير، وايي چي اروپايي ټولنه ددغه ستونزي د هوارۍ جوګه نده. اروپايي ټولنې تېره اونۍ د غزې د جګړې په هکله يوه غونډه درلوده. چي د ورنېر هوير په آند دغه غونډه ډېره بې ترتيبه وه.

په غزه کي انساني ناورين روان دی
په غزه کي انساني ناورين روان دیانځور: AP

پداسي حال کي چي په امريکا کي حکومت بدلېدونکی دی، ددغه هيواد لخوا د منځګړو يوه تشه سته. د فلسطين او اسرايل د ستونزي په هکله د امريکا اولس مشر جورج بوش يو وړانديز کړی و چي له مخه يې بايد دوه خپلواک رياسته منځ ته راسي چي يو به اسرايل وي او بل به فلسطين. ددغه پلان له مخي بايد د امريکا د متحده ايالتونو، اروپايي ټولنې او روسيې تر څنګ ملګري ملتونه هم د منځګړو دنده په غاړه واخلي. ددغو څلورو منځګړو له وجي د سولي دغه پلان ته څلورګونی يا کوارټيټ هم ويل کيږي. خو د المان د زرغون ګوند د غړي يورګن ټريټين په فکر د سولي دغه پلان هم د ناکامۍ سره مخ دی ولي چي هغه څوک چي منځګړيتوب يې په غاړه اخيستی دی، ډېر فعاله نه معلوميږي.

په المان کي پر هغه وړانديز بحثونه کيږي، د کوم له مخي چي بايد نړۍ وال ځواکونه په غزه کي دننه او يا هم د غزې څخه دباندي ځای پر ځای کړی سي. خو د المان په پارلمان کي دننه ددغه وړانديز پلويان ډېر لږ دي.