1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپيګل: په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو قومنداني سره يوه کيږي

۱۳۸۷ شهریور ۱۷, یکشنبه

په افغانستان کي د بهرنيو پوځيانو دمشرۍ په جوړښت کي ډير ژر ښايي يو پريکړنده بدلون رامنځ ته سي

https://p.dw.com/p/FD5u
په کابل کي د ايساف فرانسوي ځواکونه
په کابل کي د ايساف فرانسوي ځواکونهانځور: dpa

د آلمان د يوې مجلې، در شپيګل د يوه رپوت د مخه، د افغانستان لپاره د نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک، آيساف، امريکايي قوماندان، داويد ميک کيرمن به د يوې مياشتي په موده کي په افغانستان کي د ټولو امريکايي ځواکونو قومانداني هم په غاړه واخلي، يعني د هغو سرتيرو قومانداني هم چي تر اوسه پوري د انديورينګ فريدم يا د تل پاتي آزادۍ نوموعملياتو تر نامه لاندي د تروريزم پر ضد جګړه کي ګمارل کيږي.

په دې ډول د انديورينګ فريدم او آيساف ترمنځ بيلتون له منځه وړل کيږي. په آلمان کي د دې دواړو ماموريتونو لپاره دوه مختلف قانوني صلاحيتونه موجود دي. د جولای په پای کي،کله چي وويل سول چي آلمان غواړي چي د هغه اکتشافي پرمختللو الوتکو AWAKS د انديورينګ فريدم د عملياتو په چوکاټ کي عمل وکړي، د آلمان په پارلمان کي ډيري نيوکي وسوې.

د تل پاته آزادۍ نومي عملياتو په چوکاټ کي آلماني ځواکونه، ددې ځواکونو قومنده يوازي د امريکايانو په لاس کي وه او عمليات يې پخپله کول
د تل پاته آزادۍ نومي عملياتو په چوکاټ کي آلماني ځواکونه، ددې ځواکونو قومنده يوازي د امريکايانو په لاس کي وه او عمليات يې پخپله کولانځور: picture-alliance/ dpa

د جرمني دسوسيال ډيموکراټ، آزاد ډيموکراټ، شنو يا ګرين او کيڼ اړخو ګوندونو پارلماني استازو د آيساف او اند يورينګ فريدم د ماموريتونو تر منځ د بيلتون ستونزو ته اشاره وکړه.

په انديورينک فريدم عملياتو کي تر زياتي اندازې امريکايي، بريتانوي،کاناډايي او د ځينونورو هيوادونوسرتيري ګدون لري. د هغوی ماموريت يوازي په افغانستان کي د تروريزم پر ضد جګړه ده. د ناټو تر مشرۍ لاندي آيساف او تل پاتي آزادي نومي عمليات په ټوليزه توګه 70 زره عسکر لري.