شپږ تنه اورپکي په پکتيا کې ووژل شول
۱۳۸۶ خرداد ۱۱, جمعهاعلان
يوه شپه وړاندې اورپکو ښايي هڅه کړې وه چې يو تن پوليس او د ده د کورنۍ غړي يرغمل کړي. افغاني پوليس او عسکرو بريدکونکي په شا وتمبل. پوليسو د پېښې په ځای کې وسلې او موټران وموندل چې له اورپکو پاتې شوي وو. دا چې امنيتي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي دي که نه په دې اړه وزارت څه ونه ويل.