1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپږ میلیونه افغانان خوراکي مرستو ته اړتیا لري

مسعود جهش «حسین سیرت»۱۳۹۳ مهر ۲۹, سه‌شنبه

د افغانستان د کرهڼې وزارت د خوراکي توکو د مصوونیت پر نړیوالې ورځ ویلي دي چې افغانانو په تیرو ۱۳ کلونو کې ښو خوراکي توکو ته لاسرسۍ پیدا کړی دی خو اوس هم په دې برخه کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/1DZI7
انځور: picture-alliance/AP Photo

د کرهڼې وزارت چارواکي وایي چې که له افغانستان سره د ملگرو ملتونو د خوراکي موادو مرستې قطع شي، نو کیدای شي چې له دې سره دغه هیواد له یوه بل کړکیچ سره مخامخ شي. د دغه وزارت په حواله اوس هم په افغانستان کې شپږ میلیونه کسان د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري.

ملگرو ملتونو ویلي دي چې په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت له ختمیدو سره به له دې هیواد سره خپلې مرستې هم کمي کړي. ویل شوي دي چې له دې سره به ملگري ملتونه و نه شي کولای چې له یوه میلیون هغو افغانانو سره چې ډیر شمیر یې کورني بیځایه شوي کسان دي، د خوراکي توکو مرستې وکړي.

افغان حکومت د دغو مرستو د بندیدو له کبله اندیښمن دی. د کرهڼې وزارت سرپرست میر امان الدین حیدري، د سه شنبې په ورځ د خوراکي توکو پر نړیوالې ورځ په کابل کې یوه جوړ شوي کنفرانس ته وویل: «له یو میلیون داسې افغانانو سره چې مرستو ته اړتیا لري، د دغه شان مرستو قطع کیدل، یو بل نوی کړکیچ دی چې کیدای شي ستونزې لا پیسې ډیرې کړي. په افغانستان کې تر شپږ میلیونو ډیر کسان مرستو ته اړتیا لري. دغه شمیر به د مرستو له بندیدو سره لا پسې لوړ شي.»

په ۲۰۱۳ کال کې یوه ترسره شوې څیړنه ښيي چې د افغانستان غور، بدخشان، دایکندي او بامیان ولایتونه د خوراکي موادو له اړخه ډیر اسیب پذیره دي. د کرهڼې وزارت روښانوی چې د نویو څیړنو له مخې د نورستان، بامیان، دایکندي او بادغیس ولایتونه په راروان ژمي کې د خوراکي موادو له ستونزو سره مخامخ دي.

د غلې په تولید کې ډیروالی

له بلې خوا بیا د افغانستان د کرهڼې وزارت چارواکي وایي چې په افغانستان اوس د خوراکي موادو مصوونیت د ښه کیدو په حال کې دی. دغو چارواکو روښانه کړې ده چې افغانستان اوس د پخوا په پرتله ډیره غله تولیدوي.

افغانستان په ۲۰۰۲ کال کې ۳.۴ میلیونه ټونه غنم تولید کړي وو. دغه شمیر په ۲۰۱۳ کال کې ۵.۲ میلیونه ټونه ته رسیدلی دی. په همدې حال کې د وریځو تولید د ۲۰۰۲ کال له ۲۶۰ ټونو څخه په ۲۰۱۳ کال کې ۵۴۰ ټونو ته رسیدلی دی.

یوه څیړنه ښيي چې په افغانستان کې ۵۱ سلنه خلک «د خوراکي توکو ښه مصوونیت» لري. د همدې څیړنې له مخې بیا ۲۶ سنله افغانان متوسط او ۱۹ سلنه کسان په نسبي توگه ښه خوراکي مصوونیت لري خو څلور سلنه افغانان د خوراکي توکو د مصوونیت په برخه کې په شدت سره اسیب پذیره دي.

د کرهڼې د وزارت سرپرست په دې برخه کې وویل: «له نیکه مرغه موږ په تیرو ۱۳ کلونو کې وتوانیدو چې تر یوه حده پورې د زراعتي محصولاتو تولید ډیر کړو.»

همدا اوس په ټولې نړۍ کې له ۸۰۰ میلیونه څخه ډیر کسان کافي خوراکي موادو ته لاسرسی نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب