1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپیګل: د ۸۵ زره مهاجرو د دوسيو په بيا څيړنه کې ستونزې

۱۳۹۶ شهریور ۲۶, یکشنبه

د آلمانۍ مجلې شپيګل د رپوټ پر اساس، د آلمان د مهاجرت اداره د هغو مهاجرو د دوسيو په بيا څيړنې کې پاتې راغلې چې په احتمالي توګه په کې د پناه غوښتونکي د اصلي هويت او اوسيدو ځای په اړه غلط معلومات ورکړل شوي.

https://p.dw.com/p/2k7zL
Deutschland Flüchtlinge Asylantrag Berlin
انځور: Reuters/S. Loos

د آلمان د مهاجرت ادارې په اګست مياشت کې د پناه غوښتونکو پر دوسيو بيا څيړنه پيل کړه چې په لومړي قدم کې يې د سوريايي مهاجرو پر درخواستونو تمرکز کړی دی.

سوريايي مهاجرو د اوږدې مودې له پاره يوازې د پوښتنو يو فورم ډګوه، خو له افغانستان څخه ډيری پناه غوښتونکي بيا د سفر له اسنادو لکه پاسپورت پرته آلمان ته راتلل.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د مهاجرت ادارې د دوسيو «د بيا ځلې څيړنې» په برخه کې ويلي دي چې دغه اداره کولای شي پناه غوښتونکي يوازې د هغوی د رضایت په صورت کې د مرکې له پاره دعوتولی شي. که چيرې پناه غوښتونکي دغې مرکې ته نه حاضريږي، په دې صورت کې اداره نه شي کولای چې په اړه يې جدي تصميم ونیسي.

نور مطالب:

مهاجرت ـ ايا خپل هيواد ته سفر قبولي بېرته لغوه کوي؟

آلمان ـ د مهاجرو کورنۍ څنګه رابلل کيږي؟

د آلمان د کورنيو چارو د وزير توماس ديميزير، کارپوهان خبرداری ورکوي او وايي: «هغه افراد چې تر اوسه یې د خپل هويت او پيژندګلوۍ په اړه تقلب کړی دی، په ډير احتمال سره به داوطلبه مرکې ته حاضر نه شي. په دې ډول سره به ستونزمنه وي چې موږ د پناه غوښتونکو د اصلي هويت د کشفولو په هدف کې بريا ترلاسه کړو. په همدې دليل، په قانون کې يو بدلون راوستل اړين دی.»

د آلماني سرتيري فرانکو آي. تر قضيې وروسته، کوم چې ځان يې د سوريايي مهاجر په توګه راجستر کړی وو، د آلمان د کورنيو چارو وزير امر کړی چې د ۸۵ زره پناه غوښتونکو دوسيې دې له سره وڅيړل شي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت کارکونکي اوس د نيمګړتياو خبرې کوي او وايي چې د تقلب کارانو د اصلي هويت د موندنې په اړه چې کومه طريقه په کار اچول شوې وه، مناسبه او اغيزناکه نه ده.

په همدې دليل، شپيګل مجلې د کورنيو چارو وزير د يوه سند په حواله رپوټ ورکوي چې د بيا ځلي څيړنو پايلې «تر ډيره بريده ډيرې کمې دي».

زموږ له ارشیف څخه: