1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«شکمنو ورونو نور بریدونه هم پلان کړي ول»

پروین مومند (آژانسونه)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲, دوشنبه

یوه امریکایي چارواکي د یکشنبي په ورځ وویل چې ښايي د څارنایف ورونو نور بریدونه هم پلان کړي ول. پر دغو دوو ورونو باندې شک کیږي چې د بوستون په ډله ییزې ځغاستې کې یې بمي بریدونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/18KTc
This combination of undated photos shows Tamerlan Tsarnaev, 26, left, and Dzhokhar Tsarnaev, 19. The FBI says the two brothers and suspects in the Boston Marathon bombing killed an MIT police officer, injured a transit officer in a firefight and threw explosive devices at police during a getaway attempt in a long night of violence that left Tamerlan dead and Dzhokhar still at large on Friday, April 19, 2013. The ethnic Chechen brothers lived in Dagestan, which borders the Chechnya region in southern Russia. They lived near Boston and had been in the U.S. for about a decade, one of their uncles reported said. (AP Photo/The Lowell Sun & Robin Young)
Dschochar und Tamerlan Zarnajew Anschläge Boston Marathon Watertownانځور: picture alliance/AP Photo

د بوستون د ښار د پولیسو مشر له یوې تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي دي چې هغه فکر کوي چې د بوستون په بمي بریدونو کې دوو شکمنو ورونو جوهر او تیمورلن د لا ډیرو بریدونو د تر سره کولو پلان نیولی وو.

د دغو دوو تنو شکمنو کسانو له ډلې څخه یو یې د تیرې جمعې په ورځ له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی وو. د هغه بل ورور جوهر بیا په همدې ورځ د بوستون د پولیسو له خوا ژوندی ونیول شو. جوهر چې ۱۹ کاله عمر لري اوس د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې بستري دي.

د بوستون د پولیسو مشر هغو چاودیدونکو موادو ته چې له دغو دوو ورونو څخه موندل شوي دي، په اشاره کولو سره وویل: «داسې اټکل کیږي چې دوی د نورو بریدونو نیت هم لاره. د پنجشنبې په ولسواله نښته کې پولیسو په هغه مرسدس ډوله موټر کې چې دغو ورونو تښتولی وو یو اندازه وسلې او چاودیدونکي مواد هم موندلي دی.»

څیړونکي اوس ډیر لیواله دي چې له ۱۹ کلن جوهر څارنایف، څخه پلټنې پیل کړي خو معلومه نه ده چې هغوی به څه وخت په دې کار وتوانیږي ځکه جوهر له پولیسو سره په نښته کې په ستونې پټي شوی دی او اوس د خبرو کولو توان نه لري.

لا تر اوسه پورې دغه خبره روښانه نه ده چې پر جوهر باندې به کوم تورونه ولگول شي خو امکان لري چې فدراله اداره هغه د ډله ییزې وژنې د وسلو په کارونې تورن کړي.

پولیس اوس د دغو بریدونو د اصلي انگیزې د معلومولو هڅه کوي. ۲۶ کلن تیمورلن څارنایف چې د جمعې په ورځ له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلنونو کې د بوستون په یوه پوهنتون کې زده کړې کولې. د هغه وړوکی ورور جوهر څارنایف چې اوس د پولیسو په بند کې دی د مسي چوستس د پوهنتون محصل وو.

د دغو دوو ورونو نومونه د فدرالې اداري د څارنې په لیست کې شامل نه وو. خو د امریکا د کورنیو استخباراتو ادارې ویلي دي چې هغوی یو وار د یوه بهرني هیواد په غوښتنه له تیمورلن څخه څیړنې کړې وې. د دې سازمان په خبره هغه وخت د تیمورلن په اړه کومه شکمنه خبره نه وه څرګند شوې.

پر جوهر او تیمورلن څارنایف باندې شک کیږي چې د تیرې اوونې په دوشبنې ورځ یې د بوستون په ډله ییز ځغاستې کې دوه بمي چاودنې وکړې چې له کبله یې درې کسان ووژل شول او له ۱۸۰ تنو څخه ډیر نور ټپیان شول.