1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صديقي:د لوي جرگې د رابللو نېټه نه ده تصويب سوې

۱۳۹۰ مرداد ۴, سه‌شنبه

د دوديزي لوي جرگې د تياري د کمېسيون منشي او ويانده صفيه صديقي د دويچه ويله سره په يوه ځانگړي مرکې کي وويل، چي د جرگې له پاره بشپړ تياری روان دی او کارونه يې ډير پر مخ تللی. خو د رابللو نېټه يې تر اوسه نه ده تصويب سوې.

https://p.dw.com/p/123K6
په کابل کي د سولي جرگه
په کابل کي د سولي جرگهانځور: AP

دغه جرګه به دوه زره او ديرش کسان غړي ولري، چي پر څوارلسو کتګوريو ويشل سوي دي. د ملي شوراغړي، د هيواد نامتو ښځي، د مدني ټولني، عالمانو، معلولينو او معيوبينو استازي، قومي مشران، واليان او د تيرو جرګو غړي، په پاکستان، ايران او نورو هيوادونو کي د کډوالو استازي غړيتوب ولري.

دا چي د جرگې د جوړيدو هدف څه دی په اړه يې صديقي وايي:

دغه لويه جرګه دوديزه لويه جرګه، چي دوديز د يو پيشوند ورسره راغلی دی، معني يې داده چي خلک پوه سي داهماغه جرګه ده چي د ولس استازي د پيچلو مسائلوله پاره ګډون پکښي کوي. ددې جرګي موخي د افغانستان او امريکا د ستراتيژيک تړون دلاسليک له پاره ده.

دويچه ويله: داسي ويل کيږي چي حامدکرزی غواړي ددې جرګي له لاري په اساسي قانون کي تعديلات راولي او د دريم ځل له پاره جمهوري رياست ته کانديد سي؟

صديقي: خلک پرته له دې چي پر يوشي فکروکړي مخکښي له وخته آوازې اچوي، په کوم کمېسيون کي چي زه يي غړيتوب لرم، دغسي يوه موضوع نه ده راغلې او نه پرې بحث سوی دی، او که په جرګه کي دا خبره راولاړيږي وروستۍ خبره ده خو اوس د کمېسيون په اجنداکي دغسي خبره نسته.

دويچه ويله: ايا جرګه په اساسي قانون کي د تعديلاتو صلاحيت نه لري؟

صديقي: هغه جرګه چي په اساسي قانون کي څه ناڅه تعديلات راولي، هغه به همدغه دوديزه جرګه وي. خو په دې شرط چي، د اساسي قانون دکلمه له مخي جوړيږي دا جرګه يوازي د مشورې له پاره د خلکو په ګډون سره جوړيږي دغسي يوه موضوع مخي ته نه ده راغلې.

دويچه ويله: ولسي جرګي ويلي، چي دا جرګه د اساسي قانون له مخه غيري قانوني ده او دوی به ګډون پکښي ونه کړي؟

صديقي: اول خو زما هيله داده چي ولسي جرګه چي د کوم کړکيچ سره مخامخ ده خدای دي وکړي چي ژرترژره ددې بحران څخه ووزي. دغه جرګه چي کوم مطلقيت لري هغه به داوي، چي څنګه کولای سي حالات ترکنترول لاندي راولي. زماهيله داده چي دوی د خپل منځي مشکلاتو څخه راوزي او په جرګه کي ګډون وکړي.

مرکه کونکی: جمال کوټوال

کتونکی: نجيب الله زيارمل