1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صديقي: افغان حکومت درنو وسلو ته اړتيا لري

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۹, پنجشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پر خپلو نړیوالو متحدینو ږغ کړی دی چې ځواکونه يې په درنو وسلو سمبال کړي که نه نو دا به ګرانه وي چې د ملک راتلونکي لوی ګواښونه له مخي ليري کړي.

https://p.dw.com/p/18hTg
Heute haben die afghanischen Sicherheitskräfte, 5 private und illegale Sicherheitsfirmen beschlagnahmt und ihre Gewehre und Munitionen beschlagnahmt. Hier sieht man die verantwortlichen Polizisten, und die beschlagnahmten Gewehre und Munitionen.
Afghanistan - Mehrere illegale Sicherheitsfirmen geschlossen.انځور: DW/H. Hashemi

حکومت پر داسي مهال د خپلو سرتیرو له پاره د درنو وسلو د برابرولو غوښتنه کوي چې د کورنیو چارو وزارت یوه نوي سرویي ښيي چې هره ورځ یوازي د کابل په شاوخوا سیمو کې له پینځو تر لسو تنو پولیس سرتیري د جنګ جګړو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د کورنیو چارو وزات نطاق صدیق صدیقي وایي، که چیري نړیوال متحدین د دوی غوښتنه و نه مني نو دوي به د وسلو د تر لاسه کولو نوري لاري چارې هم ولټوي.

صدیقي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وویل: دوی به هغه اوبوس توپونه، ټانکونه او میزایل وشیتونکي د کورنیو او بهرنیو انجینرانو په زيار کار اخیستني ته چمتو کړي چې دمګړۍ د امنیتي ځواکونو په وسله تونونو کې ویجاړ پراته دي:

«د افغانستان دفاع وزارت د وسلو د ترمیم له پاره ډیر ښه وړاندیز کړی، موږ درنو وسلو ته سخته اړتیا لرو، ډیري داسي درنې وسلي لور چې په ډيپوګانو کې شته چې باید ورغول شي، که دا کار وشي دا به زموږ ډیري اړتیاوي پوره کړي.»

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقيانځور: picture-alliance/dpa

د افغان دولت د ملي امنیت شورا څه موده دمخه دا پریکړه کړي ده چې که بهرنیان یي هغه غوښتنه چې وایي درنې وسلې دي ورکړي نه ده منلي او دوی د پخوانیو درنو وسلو له رغاو پرته بله کومه لاره په لنډ مهال کې نه ویني.

د ملي دفاع وزارت د شمیرو له مخي د دوی په ډيپوگانو کي په زياته اندازه روسي جنګي ټانکونه، د لري واټن ویشتونکي توغندی دستګاوي، ټانک ویشتونکي راکټونه او هاوانونه دمګړۍ په داسي حال کې ورسره پراته دي چې څه نا څه تخنیکي ستونزي لري.

د کورنیوو چارو وزارت نطاق صدیق صدیقي دا خبره هم په بشپړه توګه نه مني چې ګويا نړیواله ټولنه به له دوي سره د درنو وسلو په برخه کې خپلې کړې ژمني پلي نه کړي:

«موږ ته په عین وخت کې هغه ژمني چې د ملي پوځ او ملي پولیسو د سمبالتیا لپاره د نړیوالي ټولني له خوا راکړل شوې هغه هم د عملي کیدو په حال کې دي، موږ د درنو وسلو په برخه کې خپلي غوښتني خپلو متحدینو ته سپارلي دي او د دې کار تر څنګ زموږ دولت د خپلو نیمګړتیاوو د ليري کولو له پاره چمتو دی چې له کورنیو سرچینو څخه هم کار واخلي».

افغان امنیتي ادارې پر داسي مهال د درنو وسلو د نه درلودو شکایت کوي او په کور دننه کي د پخوانیو وسلو د بیا جوړولو له پاره لستوڼي را نغاړي چې په دې ورستیو کې له ګاونډي پاکستان سره د اړیکو ترینګلتیا ته په پام سره حکومت هڅه کوي لږ تر لږه داسي وسلي ولري چې پرې د بهرنیو ګواښونو ځواب ووایي.