1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صديقي: بنديان به وهل سوي وي، خو شکنجه سوي نه دي

۱۳۹۰ مهر ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره ومنله، چي ښايي له افغان بنديانو سره د پوليسو او زندان ساتونکو له لوري ناسم چلند سوی وي، خو دا چلند ددې مانا نه لري، چي هغوی دي په سيستماتيک ډول ربړول سوي وي.

https://p.dw.com/p/12qTz
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقيانځور: DW

وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د بشري څانګي يوه راپور د افغان بنديانو وضيعت د انديښني وړ بللی.

په رپوټ کي راغلي وو، چي د افغانستان پوليسو او د ملي امنيت ادارې په ډيرو مواردو کي دښمن بنديان په ناوړه توګه کړولي، چي پکښي د بنديانود نوکانو ايستل، په ځنځيرونو وهل ډبول او د ساعتونو لپاره د هغوی ځوړندول شامل دي.

د کورنيو چارو وزارت که څه هم د دغه راپور ځيني برخي مني خو له يوه سره د بنديانو د شکنجې ډولونه نه مني.

د دغه وزارت نطاق صديق صديقي وايي، د داسي منفي راپورونو خپرول د انتقال د پروسې په درشل کي کولای سي، چي د پوليسو په اړه د خلکو باور ته زيان ورسوي.

صديقي دا نه مني چي ګواکي د افغانستان په زندانونو کي د تيرو رژيمونو په څير د شکنجې دود واکمن دی.

د گوانتانامو څخه بگرام ته را وستل سوي بنديان
د گوانتانامو څخه بگرام ته را وستل سوي بنديانانځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

« دغه ټکي چي په راپور کي راغلي، موږ ندي ليدلي، د زندانيانو سره بده رويه نه سو ردولای لکه په زندانونو کي د هغوی وهل ډبول، خو د راپور ډيری برخي، چي پکښي د شکنجې په اړه ويل سوي په کلکه ردوو».

خو ښاغلي صديقي دا مني چي ښايي د پوليسو او ملي امنيت د کا رکونکو له لوري ځيني بنديان تر فزيکي اخ او ډب لاندي نيول سوي وي.

هغه خبره چي په وار وار د زندانونو له مينځ څخه را پورته سوې او په مطبوعاتو کي يي ډنډورې جوړي کړي دي.

د بنديانو سپارنه يوه هغه لويه مسله ده، چي د انتقال په پروسه کي ډير ټينګار ورباندي کيږي.

څه باندي يوه مياشت دمخه افغان ځواکونو ته وروسته ترهغه د بهرنيو لښکرو له لوري د افغان زندانيانو د سپارلو لړۍ ودرول سوه، چي له زندانيانو سره د ناوړه چلند په اړه د بشر حقونو ټولنو او ايساف ځواکونو ته راپورونه ورسيدل.

د کورنيو چارو وزارت نطاق وايي، د ملګرو ملتونو دغه راپور کولای سي، چي پر افغان پوليسو د ولسونو اعتبار زيانمن کړي.

« د شکنجې هغه ډولونه، چي په تيرو حکومتونو پري اړه لري، اوس يې په اړه د افغان دولت د کورنيو چارو وزارت مشرتابه او نوري ادارې هيڅ راز زغم نه لري او پرې به هيڅ کله هم لاس پوري نه کړي».

په شمال کي طالب بنديان
په شمال کي طالب بنديانانځور: AP

په ورته وخت کي د افغانستان پټ څاري ادارې هم د ملګرو ملتونو ددغه راپور ځيني برخي، چي د دوی له لوري د بنديانو د کړولو په اړه پکښي ويل سوي رد کړي دي.

د دغي ادارې له لوري نن دويچه ويله پښتو انټر نيټ پاڼي ته په را استول سوي يوه وينا پاڼه کي راغلي چي که څه هم دوی د ملګرو ملتونو د څيړندويه رپوټونو پايلو ته په درنه سترګه ګوري، خو د شکنجې په اړه چي څه ويل سوي ريښتينولي نه لري.

« د ملي امنيت اداره د زندانيانو د نوکانو ايستل، هغوی ته د برقي ټکانونو ورکول، په رسيو د کوټو له بادوانو را زړول د انساني کرامت خلاف دستور العمل بولي او هيڅ کله په دغه راز مسايلو لاس نه پوري کوي».

د افغان زندانيانو د دغه راپور له خپريدو وروسته په کابل کي د اروپايي ټولني استازي، د امريکا سفارت او د ايساف ځواکونو دغي مسلې ته په رسيدګۍ ټينګار کړی.

د برتانيې سفارت هم د زندانيانو د کړولو موضوع حساسه بللې او ويلي يي دي، چي له افغان دولت او سره صليب کميټي سره به يوځای په دې باب عاجلي څيړني پيل کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل