1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صديقي: په ټولو ولايتونو کي پوهنتونونه جوړيږي

۱۳۹۰ مرداد ۳۱, دوشنبه

ټاکل سوي، چي تر راتلونکو څلورو کلونو د افغانستان په ټولو ولايتونو کي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو تحصيلي موسسي جوړي سي. دمګړی يوازي په څو لويو ولايتونو کي پوهنتونونه سته. دغه پلان به په را روان کال کي پيل سي.

https://p.dw.com/p/12LHd
کابل پوهنتون
کابل پوهنتونانځور: DW/Farahmand

د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت وايي چي په راتلونکو څلورو کلونو کي به د افغانستان داسي ولايت نه وي چي هلته به يا پوهنتون او يا هم لږ تر لږه د لوړو زدکړو سرکاري تحصيلي موسسه شتون و نه لري.

له تيرو څو کلونو راهيسي ډيري ځوانانو له همدغه اړخه شکايت درلود. اوس مهال د ډيرو هغو ولايتونو زده کړيالان چي په ولايت کي يې پوهنتون شتون نه لري يا په پلازمېنه کابل او يا هم د کندهار، هرات، ننګرهار، پکتيا او مزار شريف په پوهنتونونو کي زده کړي کوي.

د لوړو زده کړو وزارت معين بري صديقي د دوشنبې په ورځ په کابل کي د يوې خبري غونډي پر مهال وويل چي په را روان کال کي به په فراه، غور، پنجشير او ارزګان ولايتونو کي پوهنتونونه جوړ کړي او ورپسي به دغه لړۍ زابل، دايکندي، سرپل، لوګر، پکتيکا او نورستان ولايتونو ته وغځول سي.

« د هغو فشارونو پر اساس چي تاسو تير کال وليدل موږ هغه کال له ۱۲۰ زرو کسانو د کانکور آزموينه واخيسته او يوازي اويا زره مو جذب کړل، موږ مجبور يو چي نوي تحصيلي موسسي او پوهنتونونه ايجاد کړو، د ماليي له وزارت سره په خبرو کي يو چي ځای ورته پيدا کړو، بودجه ورته پيدا کړو او د ښونکو لپاره لازمي اسانتياوي ومومو او بيا دغه موسسي او پوهنتونه رامنځ ته کړو».

که له يوه لوري افغان دولت د پوهنتونونو د جوړولو لپاره له خپل مجبوريت څخه خبره کوي له بلي خوا د لوړو زده کړو په موسسو کي ټيټ تحصيلي کيفيت هغه څه دي چي زده کړيالان ترينه ځوريږي.

يو شمير محصلين وايي چي دوي ته لا هم په پوهنتونونو کي د زده کړو لپاره د څو لسيزو پخوا مواد ورکول کيږي او هغه په اوسني عصر کي د ويلو ارزښت نه لري.

شخصي پوهنتونونو ته له سرکاري هغو د ښوونکو تګ بله هغه ستونزه ده چي د لوړو زده کړو وزارت ته يي سر خوږی جوړ کړی دی.

خو ښاغلي بري صديقي نه يوازي داچي د معارفو په ټيټ کيفيت اعتراف کوي بلکي وايي چي د حکومتي استادانو د څارني لپاره يي يو ميکانيزم رامنځ ته کړي چي د هغه له مخي پر مخ ځي.

افغان حکومت پر داسي وخت د لوړو زدکړو د موسسو او يو شمير پوهنتونونو جوړولو ته ملا تړلې چي هر کال په لسګونو زره زده کونکي د کانکور د آزمويني له تيرولو وروسته د لوړو زده کړو موسسو ته له کاميابيدو محروميږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل