1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صرافان: د ډالرو د قاچاق لار اوس پاکستان دی

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبه

افغان صرافان وایي چي پاکستاني صرافان هغه په ميلیونونو ډالر له افغانستان څخه دباندي انتقالوي چي د هوايي ډگرونو له لاري ئې پر انتقال بندیز لگېدلی دئ.

https://p.dw.com/p/14wt9
انځور: AP

د افغانستان مرکزي بانک څه موده دمخه دستور ورکړ، چي څوک حق نه لري چي د افغانستان له هوايي ډگرونو تر شل زرو امریکايي ډالرو زیات بهر ته ولیږدوي.

حکومت دا گام د هغو ميلیونونو ډالرو د ساتلو له پاره پورته کړ، چي ددغه هيواد د بیاودانولو له پاره راغلي دي او اقتصادي مافیا ئې د ایستلو هڅي کوي.

یوازي په ۲۰۱۱ کال کي شاوخوا ۴،۵ ميليارده نغد ډالر د هوايي میدانونو له لاري بهر ته انتقال شوی ول.

د کابل د پیسو د راکړي ورکړي د بازار غړی حاجي امین جان دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي له هغه راهیسي چي مرکزي بانک د افغانستان له هوايي ډگرونو د پیسو پر انتقال بندیز لگولی دئ د پیسو دلالان اومافیا پيسې د پاکستان له لاري بهر ته لیږدوي، چي په دغه برخه کي ډيره گټه پاکستانیو دلالانو اوصرافانو ته رسیږي.

هغه وايي:«موږ د مرکزي بانک تر ياد محدودیت دمخه یوه افغانۍ هم بهر ته په ناقانونه توگه نه ده استولې، اوس پیسې د پاکستان له لاري بهر ته ځي او دا د مرکزي بانک معقول گام نه دئ، چي د هوايي ډگر له لاري د پيسو پر لیږد بندیز لگوي، ځکه نوري لاري هم شته او اوس ترینه پاکستاني صرافان گټه اخلي.»

په عین حال کي له هغه وروسته چي د افغانستان مرکزي بانک له هوایي ډگرونو د نغدو پیسو د لیږد پر سر بندیز ولگاوه د هغو پیسو د لیږد کمیشین هم د پام وړ زیات شوی دئ، چي د بېلا بېلو کسانو له لوري اوس د پاکستان له لاري نورو ملکونو ته لیږدول کیږي.

د کابل د شهزاده مارکیټ صرافان وایي تر دې دمخه به پر سل زرو ډالرو سل ډالره د لیږد بیه لگیده خو اوس دغه بیه تر ۲۰۰۰ ډالرو پوري لوړه شوې ده.

خو د افغانستان د صوداگرۍ او صنایعو خونه د پیسو د تښتولو د مخنیوي له پاره د مرکزي بانک د وروستي اقدام ملاتړ کوي.

د دغه خوني مرستیال خان جان الکوزی وايي، چي ښه به دا وایي چي خصوصي سکتور او بانک پر دې میکانیز ښه فکر کړی وایي او په گډه ئې یوه مناسبه لاره موندلې وای.

په عین حال کي د مرکزي بانک رئیس نورالله دلاوري وايي چي دا گام ئې د هیواد د اقتصاد د ښه کولو او د پیسو د تیښتي د مخنیوي له پاره پورته کړی دی:

«دغه اقدام د افغانستان د اقتصاد په گټه دئ، په دې کي څه تاوان نه وینو، ځینو صرافانو ته به زیان متوجه شوی وي خو په ټوله کي دا کار په گټه دئ.»

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل