1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صربان د روسيې د اوکرايين د سياست ستاينه کوي

محمد قاسم نوري/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۱۵, پنجشنبه

د کریمیا په کړکېچ کي د روسیې جمهور رئیس ولاد یمیر پوتین، د امريکامتحده ايالات او اروپايي ټولنه د خپل ځان پر ضد راوپاروله. خو صربستان بیا د دې برعکس د روسیې د اوکرايين د سیاست ډیره ستاینه کوي.

https://p.dw.com/p/1BLJa
انځور: ReGenya Savilov/AFP/Getty Images

د صربستان عامیانه ورځپاڼه „Informer“ د «پوتین د یوې ستري بريا» او د «پولیتیکا» په نامه بله مشهوره ورځپاڼه بیا د «لویدیځ د دوه مخۍ» خبري کوي. د صربي رسنیو په نظر د روسیې جمهور رئیس، لوېديځ ته دا وار سم ور وښوول او په ځانگړې توگه امریکایانو ته یې په اصطلاح په هنداره کي د هغوی مخ ور وښود.

د صربیانو په نظر دا نسي کیدلای، چي ناټو په ۱۹۹۹مېلادي کال کي په خپلو بمباریو سره کوسوو له صربستان څخه جلا کړه او په کوسوو کي يې د البانیایانو د سرنوشت ټاکلو پر حق باندي اعتراف وکړ، خو اوس بیا د کریمیا په مسئله کي د روسانو د سرنوشت ټاکلو حق نه مني.

په بلگراد کي د نظر پوښتني څېړونکی ولاد یمیر پیجیک وايي، چي ډیر صربان تر ټولو دمخه د امریکا او اروپايي ټولني ضد دريځ لري:

«په صربستان کي د روسیې د سیاست زیات ملاتړ موجود دی، خصوصاً د کریمیا په قضیه کي. صربستان په عمومي ډول روسیې ته ډیر نژدې دی. روسیه چي له هر چا سره ولویږي، ډیری صربان د روسیې پلوي کوي.»

خو په عین حال د نظر پوښتني دغه څېړونکی مني چي د کوسوو او کریمیا قضیې واقعاً نه سره مقایسه کیږي. دا ځکه چي بلگراد د پخوا په ډول د کوسوو له خپلواک کیدو سره مخالف دی او باید چي نو د کریمیا له بېلېدو سره هم مخالف اوسي:

«د اوکرايين د مشکل په اړه ډیر لږ خلک دلته معلومات لري. په صربستان کي ډیر لږ انسانان پوهیږي چي واقعاً په اوکراين کي څه پیښه ده. که له هغوی څخه په دقیق ډول پوښتنه وسي چي د کریمیا نیمه جزیره چیري واقع ده او هلته څه پيښه ده نو ډیر لږ خلک به په هغه پوه وي.»

صربستان نه يوازي له روسیې سره تاریخي اړيکي لري او نه یوازي په ۹۰مو کلونو کي د بالکان د جنگ پر وخت د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي ټولني له خوا د یوازي پرېښوولو احساس کوي چي د روسیې له خوا حمایه سوی وو، بلکي په روسیه کي د پوتین د نفوذ او اقتدار څخه هم په حیرت کي دی.

د صربستان او روسیې تر منځ ډیر نژدې اقتصادي کاروبار هم موجود دي، په ځانگړې توگه د انرژۍ په برخه کي. دې خبري ته د صربستان د صدراعظم مرستیال الکساندر ؤڅیک د خپلي انتخاباتي مبارزې په جریان کي هم اشاره کړې وه. هغه ويلي ول:

«موږ به له روسیې فدراسیون سره خپل روابط قطع نه کړو. موږ به هغه ته وده هم ورکړو او د امکان په صورت کي به ډیر زراعتي محصولات او نور شیان روسیې ته صادر کړو.»

خو پر پر دې ټولو سربیره د صربستان اصلي هدف اروپايي ټولني ته ورنژدې کیدل هم دی. د سږکال د جنورۍ مياشتي راهیسي دغي ټولني ته د صربستان د ورشاملیدو خبري شروع سوي دي. دغه هیواد غواړي چی تر ۲۰۲۰ م کال پوري د اروپايي ټولني غړیتوب سي.

پخپله د صربستان اوسنی صدراعظم داچیک د روسیې- اوکرايين د موضوع سره ډیر محتاطانه برخورد کوي او وايي: «هم اوکرايين او هم د روسیې فیدارسیون زموږ دوستان دي. هغوی دواړه د سلاوي قومونو څخه دي چي په تاریخي لحاظ یې یو له بل سره وده کړې ده. صربستان به جوړونکی رول ادا کړي او هره هغه مرسته به وکړي چي ورته اړتيا وي.»