1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صربستان غواړي د کوسوو د يو طرفه استقلال مخنيوی وکي

۱۳۸۶ دی ۲۷, پنجشنبه

د صربستان جمهورريس بوريس تاډيچ د ملګرو ملتو د امنيت د شورا څخه غوښتي دي ، چي د کوسوو...

https://p.dw.com/p/DKBr
د کوسوو نوی صدراعظم هاشم تا چي
د کوسوو نوی صدراعظم هاشم تا چيانځور: AP Photo/Visar Kryeziu

د يو طرفه استقلال څخه مخنيوی وکي .

ده وويل چي په 1999کال کی د امنيت د شورا د 1244 لمبر پریکړه ليک پر اساس ، د صربستان استقلال او مځکنی تماميت تضمين سوی دی ، او دده هيواد به د کوسوو کامل استقلال په رسميت ونه پيژني .

د کوسوو د قضيې د معاملې او حل په باب خبري چي څو مياشتي يې دوام وکی ، په ډسامبر کي د ناکامۍ سره مخامخ سوې .

د کوسوو د استقلال غوښتني د پخواني مبارز هاشم تا چي په سياسي رهبرۍ سره کوسوو غواړي چي د فبرورۍ په شروع کي د صربستان څخه جلا سي .