1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صربستان کې بند پاتې شوي مهاجر په بد حالت کې دي

۱۳۹۵ آبان ۹, یکشنبه

په صربستان هيواد کې له زرو څخه زيات بند پاتې شوي مهاجر، د هوا په سړیدو سره، د پلازمينې بلګراد ښار په يوه سرای کې ميشت شوي دي. دوی په دغه ځای کې د يو سخت ژمي د تيرولو دپاره خپل تياری نيسي.

https://p.dw.com/p/2Ru79
Serbien Kelebija Fotoreportage Diego Cupolo an ungarischer Grenze
انځور: DW/D. Cupolo

په صربستان هيواد کې له زرو څخه زيات بند پاتې شوي مهاجر، د هوا په سړیدو سره، د پلازمينې بلګراد ښار په يوه سرای کې ميشت شوي دي. دوي په دغه ځای کې د يو سخت ژمي د تيرولو دپاره خپل تياری نيسي.

په روان کال کې د سورېې، افغانستان او عراق هيوادونو څخه، له سل زرو څخه زیات مهاجر له صربستان څخه تير شول، تر څو د شمالي اروپا په شتمنو هيوادونو کې د پناه غوښتنې چانس ترلاسه کړي. خو د سرحدونو بنديدل، د دې سبب واقع شول چې زياد شمير مهاجر په صربستان کې بند پاتې شي. يو افغان مهاجر چې خپل نوم نجيب ښيي، په دې اړه وايي: « مونږ غواړو ايټاليا، آلمان او فرانسې ته ولاړ شو. خو په کرواسيا او مجارستان کې سرحدونه تړل شوي دي». د نجيب شاوخوا ته نور مهاجر اور ته چاپیر ناست دي او خپل لاسونه تودوي. ځينې نور بيا د موټر پر ټايرونو ناست دي.

تيرکال په سلونو زره مهاجر د بالکان هيوادونو له مرکزونو څخه تير شول. د مهاجرو سيلونه د دې سبب شو چې دغه هيوادونه خپلې پولې وتړي.

پوليسو لخوا وهل ټکول

حاضردمه، په صربستان کې څه د پاسه ۶۴۰۰ مهاجر بند پاتې دي. مرستندویه ادارې وايي چې ۱۲۰۰ تنه یې په يوه سرای کې ژوند کوي. يو شمير نور مهاجر چې د مخه یې شمالي اروپا پر لور خپلو سفرونو ته ادامه ورکړې وه، وايي چې د مجارستان په سرحد کې د پولیسو لخوا تر وهلو ټکولو وروسته بيرته بلګراد ته استول شوي دي.

زیات شمير مهاجر صربي اسناد لري چې هغو ته ويل کيږي، «په دغه هيواد کې» د اوسيدو لپاره هيڅ ډول دليل نلري. خو یو کم شمير يې دا امکانات لري چې بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شي.

۱۷ کلن امرار خان، چې درې میاشتې مخکې یې خپل هيواد پاکستان پريښي وايي: « دلته وګورۍ، دا ځای ډیر ناولی دی، زه ناروغيږم».

د خوب تر ټولو بد ځای

په لسګونو مهاجر د ځای د نشتون له امله دې اړ شوي چې د سراي په کثافت دانيو کې ويده کيږي. دغه سرای په ښار کې د اورګاډي مرکزي اډې ته نژدې موقعيت لري.

ځايي چارواکي د زياتو مهاجرو د راتلو يو دليل، د انساني قاچاقبرانو فعاليتونه ښيي. دولتي چارواکو د روان کال له پيله راپديخوا، له سرحد څخه د ۵۰۰۰ غيرقانوني مهاجرو د تيريدو مخنيوی کړی دی او دغه راز يې د ۳۵۰ تنو پر وړاندې د نژدې ۲۰۰۰ کسانو د قاچاق په جرم، د دعوا اقامې کړې دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.10.2015):