1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صميم:د مخالفينو د پخلاين د پاره مو شورا جوړه کړه

۱۳۸۹ آبان ۱۶, یکشنبه

د پکتيکا والي محيب الله صميم وايي چي يو داسي ۲۱ کسيزه شورا يې جوړه کړې تر څو د مخالفينو سره خبري وکړي. صميم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د لوړو زده کړو وزير و.

https://p.dw.com/p/Q0xD
د پکتيکا والي محيب الله صميم
د پکتيکا والي محيب الله صميمانځور: DW

دا يوازي پکتيکا نده چي پکښي د نارضي مخالفينو د پخلا کولو هڅي رواني دي، بلکي په ډيرو ولايتونو کي د سولي لپاره لومړني خوځښتونه ليدل کيږي.

دغي پروسي وروسته ترهغه زور واخيست چي په کابل کي د ولسمشر له لوري د سولي عالي شورا جوړه سوه.

د پکتيکا والي محب الله صميم چي يو مهال د طالبانو د واکمنۍ د لوړو زدکړو وزير و وايي چي په دغه ولايت کي يي د ټيکاو د راوستلو لپاره دغه شورا جوړه کړې ده .

نوموړي وايي چي د دوي هڅي دا دي چي د ولايت په کچه ټول کورني نارضيان د بهرنيو اورپکو له ليکو را جلا او په ملکي ژوند کي ور ګډ کړو.

نوموړي د دغي شورا د جوړښت په اړه د دويچه ويلي المان ږغ راډيو ته وويل:

« په دې يو ويشت کسيزه نوم لړکي علما سته، متنفظين سته، روحانيون سته، قومي مشران او دولتي مسولين شتون لري، لکه د ښځو چارو ريسه، د حج او اوقاف ريسه او د امنيتي ارګانونو مسولين، دغه جوړښت له کابل څخه د راغلي کړن لاري پر اساس جوړ سوی، موږ له يو شمير علماوو او مشرانو سره اړيکي ټينګي کړي چي مخالفين دي ته جوړ سي او خبرو ته چمتو سي تر څو په افغانستان کي سوله راسي.»

ښاغلي کرزي څو ورځي وروسته تر هغه چي د پکتيکا ولايت په برمل سرحدي ولسوالۍ کي د طالبانو او حکومت پلوه ځواکونو تر منځ خونړۍ نښته سوي وه دغه ولايت ته ورغلی وو.

نوموړي د پکتيکا د ولايت د امنيتي حالت جاج واخيست او د دغي بريد په اړه يي هم له والي سره خبري وکړي.

په هغو لسګونو جسدونو کي چي له مخالف لوري پاته سوي ول او د ايساف قوماندانانو وروسته رسنيو ته وښودل د يو شميرعرب او پاکستاني جنګيالو جسدونه هم شامل ول.

په پکتيکا کي پر کورنيو اورپکو سربيره د بهرنيو هيوادونو او په خاصه توګه ګاونډي پاکستان وګړي هم ډير فعال دي.

د دغه ولايت والي محب الله صميم هم مني چي بهرني جنګيالي دغلته د طالبانو په ليکو کي سته خو دي ډاډه دی چي په دې ورستيو کي يې د پولي له هغي غاړي ملک ته د اورپکو د اوښتو را اوښتو مخه ډب کړي ده.

د يادولو وړ ده چي پکتيکا د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلي څخه يو دی چي له ګاونډي پاکستان سره ۳۳۶ کيلومتره اوږده ګډه پوله لري.

په تيرو نهو کلونو کي په وار وار د دغه ولايت له سرحدي ولسواليو د خونړيو جګړو رپوټونه ورکړل سوي دي.

د دغه ولايت اوسيدونکي وايي چي په تيرو څو کلونو کي دولت هم د بيا ودانولو چارو ته چندان پام ندی کړي او له همدي امله يې په غټ شمير کي د کار وړ کسان اوزګار او ښايي د مخالفينو په ليکو کي هم د هغوی دريدل د همدي ستونزي زيږنده وي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل