1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو بیا له ترمپ څخه د افغانستان د پریښودو غوښتنه وکړه

۱۳۹۵ بهمن ۶, چهارشنبه

طالبانو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا متحدو ایالاتو له نوی ولسمشر دونالد ترمپ څخه غوښتي دي چې د سولي راتلو له پاره دې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

https://p.dw.com/p/2WN9p
Afghanistan Taliban Kämpfer in der Ghazni Provinz
انځور: Reuters

طالبانو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا متحدو ایالاتو له نوي ولسمشر دونالد ترمپ، څخه غوښتي دي چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

دغه لیک د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته استول شوي چې په اصطلاح د افغانستان د اسلامي امارت، په استازیتوب لیکل شوی دی. طالبانو په افغانستان کې د خپلي واکمنۍ پر مهال خپل رژیم په همدې نوم یادوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، ترمپ ته ګواښ کړی دی چې ترهغه وخته پورې چې د افغانستان په خاوره کې بهرني ځواکونه میشت وي، سوله نه شي راتلای.

دغه لیک چې په پښتو، دري او انګلیسې ژبو لیکل شوی دی، څلور پاڼې دی او پکښې د افغانستان د تاریخ او د هغو ځواکونو د ماتي په اړه لیکل شوي دي چې پر دې هیواد باندېي یې يرغل کړی دی.

که څه هم افغان حکومت په وارو وار له طالبانو څخه غوښتي دي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي، خو دغه ډله تل له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل د سولې په بهیر کې د خپل ګډون اصلي شرط بولي.

دونالد ترمپ د رواني مېلادي میاشتې پر شلمه نېټه په رسمي توګه د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر په توګه کار پیل کړ، خو لا تر اوسه پورې يې د افغانستان په اړه خپل سیاست نه دی اعلان کړی.