1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"طالبانو ته د پيسو په ور کولو سره د جگړې نوی بنسټ ايښوول کيږي"

۱۳۹۰ آذر ۸, سه‌شنبه

د هلمند ولايت يو شمېر اوسيدونکي د يوې برتانوی ورځپاڼي د هغه راپور په اړه، چي وايي د برتانيې حکومت په پام کي لري، چي په افغانستان کي وسله والو طالبانو ته د پيسو په ورکولو سره جگړه ودروي، د نوي جگړې پيل بولي.

https://p.dw.com/p/13InP
وسله وال طالبان
وسله وال طالبانانځور: picture-alliance/dpa

د برتانيې يوې مشهوري ورځپاڼي ډلي ټليګراف تيره ورځ ددې هيواد د چارواكو له خولي ليكلي ول، چي د افغانستان جګړې ته يې نوې لاره سنجولې تر څو امن راسي.

په راپور کي راغلي چي د امن راتلو له پاره هر طالب ته به د جګړې د نه كولو په موخه د مياشتي سل يورو وركوي.

ددې راپور تر خپريدو وروسته په غبرگون کي د هلمند دولايتي شوراه غړي وايي، انګريزان په دې كار سره غواړي په افغانستان كي د جګړې له پاره نوى بنسټ كښېږدي.

د ولايتي شورا دغه غړي وايي برتانويان د ټول عمر له پاره وسله والو طالبانو ته پيسي نسي وركولای او هركله چي پيسې پرې بندي سي، هغوئ به بيا د جګړې له پاره غښتلي سوي وي او دلته به نا امني راولي.

دوئ وايي كه په رښتيا برتانويان غواړي چي وسله والو طالبانو ته پيسي وركړي، نوهغه دي د سولي د عالي شورا له خوا وركړل سي، تر څو هر طالب دولت ته راجلب كړي.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل كه څه هم له دې موضوع ناخبري وښوله خو بيايې هم زياته كړه، چي دولت يوازي د سولي د عالي شورا هغه پلان په نظر كي نيولی چي هر وسله وال طالب ته به چي له دولت سره يو ځاى سي سل او د هغوئ قومندان ته به دوه سوه امريكايي ډالر وركول كيږي تر څو هغه د لومړيو دريو مياشتو له پاره خپلي اړتياوي پري پوره كړي.

والي وايي دا د بهرنيانو خپل كار دئ چي چاته پيسي وركوي او كه نه، خو دوئ يوازي د سولي د عالي شورا له پلان سره همغږي دي.

مجتبي محمدي/ هلمند

کتونکی: نجيب الله زيارمل