1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د داعش مشر ته په يوه ليک کي خبرداری ورکړی

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

د رپوټونو له مخې طالبانو د سه شنبې په ورځ د افراطي ډلي «اسلامي دولت» مشر ته په يوه ليک کې په افغانستان کې د موازي بغاوت پر ضد خبرداری ورکړی دی. دغه لیک په څو ژبو خپور شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Fhy5
انځور: AP

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه خبرداری لته وروسته ورکول کیږي چې د طالبانو له لیکو څخه ځیني کسان داعش ته تښتیدلي او دغه راز د هغوی د پلویانو او طالبانو تر منځ د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

خبري آژانس زیاتوي په داسې حال کې چې داعش، په رسمي توگه په افغانستان کې خپل حضور نه دی تائید کړی خو په دې هکله اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي چې ښایي دغه ډله افغانستان ته د لار موندني په حال کې وي.

دغه لیک چې د سه شنبې په ورځ د طالبانو په انټرنیټ پاڼه کې په بېلا بېلو ژبو کې خپور شوی په دقیق ډول پکښې کوم گواښ نه دی یاد شوی. دغه لیک د طالبانو د مرستیال مشر ملا اختر محمد منصور، له خوا د داعش مشر ابوبکر البغدادي په نوم لیکل شوی دی.

نوموړی خبري آژانس زیاتوي چې په تیرو میاشتو کې د طالبانو له لیکو څخه جنگیالي تښتیدلي دي چې په ظاهري توگه له داعش سره یو ځای شوي دي، چې له افغانستان څخه د ناټو د جنگي ځواکونو تر وتلو وروسته ځان د یوه خطرناک قوت په توگه مطرح کړي.

رپوټ زیاتوي دغه دواړي سني ډلي بېلي ایډیالوژۍ تعقیبوي او په وروستیو وختونو کې یې د افغانستان په سویل کې تر منځ د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي. زیاته شوې ده چې د افغانستان په ختیځ کې تیره اوونۍ ځایي رسنیو رپوټ ورکړی وو چې د طالبانو او د داعش د پلویانو تر منځ سخته نښته رامنځ ته شوې ده چې په وینا یې دواړو خواوو ته مرگ ژوبله هم اوښتې ده.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل تیره میاشت ویلي ول چې داعش په افغانستان کې خپلو لیکو ته جنگیالي جذبوي خو په وینا یې لا تر اوسه غیر فعال دي.

په افغانستان کې تیر کال د ناټو ځواکونو د جنگي ماموریت تر ختمیدو وروسته، چې دیارلس کاله یې دوام وکړ، داسې انديښنې رامنځ ته شوي دي چې افراطي ډله داعش افغانستان ته ښایي د لار موندني په هڅه کې وي.

د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشتې کې په هلمند ولایت کې د ناټو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د طالبانو یو پخوانی قوماندان ملا عبدالروف خادم، چې داسې گومان کیدی له داعش سره يو ځای شوی وي، ووژل شو.

د افغانستان د دفاع وزرات په وینا په مارچ میاشت کې د عبدالروف خادم، ځای ناستی حافظ وحید له خپلو نورو نهو تنو ملگرو سره په هلمند ولایت کې ووژل شو. د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې دا خبره لا تر اوسه معلومه نه ده چې دغو کسانو د داعش منظوري لرله او که نه.