1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د دهنه غوري ولسوالۍ نیولې

آژانسون/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲۵, دوشنبه

طالبانو د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ نیولې ده. چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې سخته جګړه روانه وه او په پای کې د طالبانو لاس ته ولویده.

https://p.dw.com/p/1JiMf
Karte Afghanistan Provinz Baghlan Englisch
انځور: DW

په وروستیو وختونو کې طالبانو خپله جګړه د افغان دولت او د هغوی د بهرنیو ملاتړو پر وړاندې سخته کړې ده او هڅه کوي چې لا ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي. که څه هم افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو پر ضد جګړه کې د بهرنیو ځواکونو له هوایي ملاتړ څخه برخمن دي، خو بیا هم دغه ځواکونه د دې ډلې پر وړاندې جګړه کې له ستونزو سره لاس او ګریوان کیږي. لوړپوړي دولتي چارواکي وایي چې طالبان ورځ تر بلې لا ډیر روزل او تجهیزیږي.

د بغلان ولایت د پولیسو مرستیال امیر ګل حسین خیل، وویل چې د دهنه غوري ولسوالۍ له څو ورځو راهیسې د طالبانو تر برید لاندې وه. هغه زیاته کړه چې طالبان د یکشنبې په ورځ د دغې ولسوالۍ په نیولو وتوانیدل او افغان ځواکونو له دغې ولسوالۍ څخه تکتیکي پر شا تګ وکړ.

دغه ولسوالۍ د بغلان ولایت مرکز پلخمري ته نزدې پرته ده. په دې سیمه کې ورځ تر بلې د طالبانو ګواښ مخ په ډیریدو دی.

حسین خیل د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «افغان ځواکونو د څو ورځو له پاره جګړه وکړه خو مرسته را و نه رسیده او هغوی اړ شول چې له ولسوالۍ څخه پر شا تګ وکړ او طالبان د دې ولسوالۍ په نیولو وتوانیدل.»

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د ولسوالۍ د نیولو خبر تایید کړ او ویې ویل: «ډیر شمیر افغان او ملیشه ځواکونه وژل شوی دی او ۳۳ سرتیري نیول شوي هم دي.»

طالبان ډیر وخت په جګړه کې د وژل شویو سرتیرو شمیر لوړ ښيي. د دهنه غوري د جګړي تلفات هم تر اوسه پورې د یوې خپلواکې سرچینې له خوا نه دي تایید شوي.

بغلان له کندز سره پر پوله پروت دی. طالبان تیر کال وتوانیدل چې د کندز ولایت مرکز د یوې لنډې مودې له پاره تر خپل کنترول لاندې راولي. اوس هم په دغه ولایت کې جګړې روانې دي. له بلې خوا له څو ورځو راهیسې هلمند ولایت هم د سختو نښتو شاهد دی او طالبان هڅه کوي چې د دغه ولایت مرکز هم تر خپل کنترول لاندې راولي. نورستان یو بل ولایت دی چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو له سختو بریدونو سره مخامخ دی. چارواکو ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونو په دې ولایت کې ۴۰ یاغیان وژلي دي.

نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب