1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د دوو امریکايي سرتېرو د وژلو مسﺉوليت پر غاړه اخیستی دی

۱۳۹۱ آبان ۵, جمعه
https://p.dw.com/p/16XpK

طالبانو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چي د هغو دوو امریکايي سرتېرو د وژلو مسﺉولیت یې پر غاړه اخیستی دی چی د پنجشنبې په ورځ په روزګان ولایت کي د یوه افغانت له خوا چي یونیفورم یې اغوستی وو، وويشتل سول. طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کي دا هم ویلي دي چی نوموړی شخص د دغو سرتېرو تر وژلو وروسته تښتېدلی او د دوی سره یو ځای سوی دی.د بلی خوا د امریکایي ځواکونو یوه ویاند ویلي دي چي تر اوس پوري دوی دا نه ده معلومه کړې چي ایا دغه کس د امنیتي ځواکونو یو غړی وو او که یو ياغي وو، چي د دغو ځواکونو یونیفورم یې اغوستی وو.