1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د غزني د والي په مشوري ښار په توغندیو ویشتلی

۱۳۹۰ آبان ۱۲, پنجشنبه

د غزني والي وروسته تر هغې د قومي مشرانو او ولایتی شورا تر فشار لاندې راغی چې نوموړي اعتراف وکړ چې طالب یاغیانو د هغه په مشوره پر غزني باندې توغندي توغولي دي. هغه خپل دا کار د طالب جګنالیو د راخپلولو په به نامه توجیه کړ.

https://p.dw.com/p/134Kl
د غزني والي اوس د ولایتي مشرانو تر سختو فشارونو لاندې دی
د غزني والي اوس د ولایتي مشرانو تر سختو فشارونو لاندې دیانځور: AP

د ناامنه ولایت غزني والي په یوې بي سارې وینا کې اعتراف کړی چې یاغي طالبانو له ده سره په سلا مشوره د غزني ښار په توغندیو ویشتی.

غزنی په ولایت کې د ناټو پولنډي سرتیري ځای پر ځاي دي. ټاکل سوي چې د دغه ولایت ټولې امنیتي چارې به د امنیت د انتقال په دوهم پړاو کې افغان حکومت ته وسپارل سي.

یاد ولایت تر ډیره بریده د بیارغونې له پروژو لري پاتي سوي او لا یې هم د مرکز ډير واټونه خام دي. په غزني کې د اوزګارتیا کچه لوړه ده او ډیری سیمې یې د زور پالو تر ولکې لاندي دي.

له استراتیژیک پلوه دغه ولایت حکومت ته ډير مهم نه شمیرل کیږي او همدا لامل دی چې حکومتي ولکه پرې کمزوري ده او د پولیسو کافي ځواک هم د دغه ولایت د ولسوالیو د ساتلو لپآره شتون نه لري.

د غزني والي، موسی اکبرزاده، وایې ده په دې ورستیو کې په خپله له طالبانو غوښتي وو چې دغه ښار په راکټونو وولي ځکه طالبانو له ده سره سلا مشوره درلوده.

موسی اکبرزاده زیاتوي هغه طالبان چې ده ورته د غزني په ګڼ میشته ښار د دوو توغندیو د توغولو اجازه ورکړي وه د خپلو قوماندانانو تر سخت فشار لاندي ول. خو د غزني د ولایتي شورا وکیلان وایي چې اکبرزاده باید دغه کار نه وای تر سره کړه. دغه وکیلان د اکبرزاده عمل یو سریح جرم بولي.

اکبرزاده وایې چې دا کار یې پر طالبانو د فشار د کمولو لپاره تر سره کړی دی:

«که واضح ووایم نو په دې وروستیو کې دوه توغندي د غزني په ښار وتوغول شول. دغه توغندي د طالبانو له لوري زمونږ په اجازه په غزني ښار توغول سوي ول، ځکه هغه کسان چې توغندي یې توغولي هغه زمونږ ملګري ول. دغو طالبانو ویل چې د خپلو سیمیزو قوماندانانو له لوري تر سخت فشار لاندې دی نو ځکه ما اجازه ورکړه چې ښار په توغنديو وولي.»

د غزني والي دغه خبرې پرون د دغه ولایت د ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو په وړاندی وکړي. د هغه په وینا دا کار یې د طالبانو د راخپلولو په موخه کړی.

دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت یو برحاله والي په دې اعتراف کوي چې په خپله یې وسلوالو طالبانو ته اجازه ورکړې چې د استوګنې پر سیمو توغندي وتوغوي.

تر دې دمخه داسي شواهد او مدارک نړیوالو ته رسیدلي ول چې په یو شمیر سیمو کې امنیه قوماندانان او ځيني والیان له دولت ضد مخالفینو سره په پټه توګه همکاري کوي.

د ویکلیکس ویب پاڼي وروستیو محرمو رازونو کې هم راغلي ول چې د افغانستان ځیني والیان طالبانو ته د دوي پر استوګن ځایونو او موټرو د بریدونو د نه کولو په صورت کې بډي ورکوي. خو افغان حکومت ویلي چې دوي داسي هیڅ شواهد نه لري چې ګوندي کوم والي او یا د پولیسو قوماندان دې له حکومت ضد وسله والو سره اړیکي ولري. تر اوسه پوري مرکزي دولت د غزني د والي د دغو څرګندونو په اړه خپل روښانه دریځ نه دی څرګند کړی.

غزني له پلازمیني کابل څخه ۱۳۰ کیلومتره واټن لري او د ملک د ناامنو ولایتونو په کتار کې شمیرل کیږي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش