1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د ملا عمر مرگ تائيد کړ

نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۸, پنجشنبه

د طالبانو او ملا عمر د کورنۍ له خوا په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي ملا محمد عمر د ورپيښي ناورغۍ له امله مړ او «له دې فاني جهان څخه يې د ابدي نړۍ پر خوا سفر وکړ.»

https://p.dw.com/p/1G7aM
انځور: picture alliance/AP Photo

د طالبانو له خوا په خپره سوې دغي اعلاميه کي راغلي دي چي ملا محمد عمر څه موده وړاندي د ورپيښي سوي ناورغۍ له امله چي سخته زياته سوې وه مړ سوی دی.

په اعلاميه کي دا نه دي ويل سوي چي هغه دي دوه کاله دمخه د پاکستان په يوه روغتون کي مړ سوی وي.

افغان چارواکو تيره ورځ اعلان وکړ چي د طالبانو مشر ملا محمد عمر دوه کاله دمخه په پاکستان کي د ورپيښي ناروغۍ له امله مړ سوی دئ.

د طالبانو له خوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي: «ملاعمر د تول فشار سره سره په هيواد کي اوسېدی او په تيرو څورلسو کلونو کي حتي د يوې ورځي له پاره هم له افغانستان څخه بهر پاکستان يا کوم بل هيواد ته نه دی تللی او د هيواد په نه وتلو کره شواهد او دلايل موجود دي.»

د ملاعمر په اړه ويل کيده چي هغه په ۲۰۰۱م کال کي پر افغانستان باندي د امريکا د پوځي يرغل پرمهال د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کي اوسېږي. داسي آوازې هم وې چي گويا هغه دي د پاکستان په کويټې ښار کي ژوند کوي، خو پاکستان تر اوسه پوري دغه تورونه نه مني.

د طالبانو له خوا په دغه خپره سوې اعلاميه کي چي نن د (۲۰۱۵م کال د جولا مياشتي پر ۳۰) نېټه خپره سوې ده، راغلي دي: «ټول مسلمانان دي مطمئن اوسې چي دا کاروان به د اميرالمومنين ملا محمد عمر مجاهد له ارمانونو سره سم منزل مقصود ته رسوي.»

د طالبانو نوی مشر

رويترز خبري آژانس د طالبانو د دوو تنو محلي قوماندانانو چي د کويټې شورا په غونډه کي ئې حضور لاره په حواله ليکلي دي چي ملا اختر محمد منصور د طالبانو نوی مشر ټاکل سوی دئ.

د طالبانو یوه قوماندان چي د چهارشنبې په ماښام یې د طالبانو د نوي مشر د ټاکل کیدو په غونډه کي گډون لاره رسنيو ته ويلي دي: «شورا تر کويټي دباندي جوړه سوې وه او په قاطع اکثریت سره پکښې ملا منصور د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل سو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب