1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د ناټو ځواکونو ادعا رد کړه

۱۳۹۰ مرداد ۲۰, پنجشنبه

په افغانستان کي وسله والو طالبانو د ناټو ځواکونو هغه ادعا رد کړې چي وايي، هغه کس يي وژلی چي تيره جمعه يې يوه چينوک چورلکه د ميدان وردګو ولايت د تنګي په سيمه کي را نسکوره کړه. ددغي ډلي د وياند په خبره هغه کس ژوندی دی.

https://p.dw.com/p/12EpT
وسله وال طالبان
وسله وال طالبانانځور: picture-alliance/dpa

په دغه پيښه کي د امريکي د يو ديرش تنو سرتيرو تر څنګ ۸ تنه افغان کوماندويان او يو ځايي ژباړن وژل سوي ول. دا پيښه پر افغانستان باندي د امريکا تر يرغل وروسته ناټو ته تر ټولو ناوړه ول.

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان الن پرون وويل، چي د دوی د يوي اف شپاړس ډوله جيټ الوتکي په بريد کي چي د دوشنبې په ورځ تر سره سو ټول هغه کسان وژل سوي، چي د دوی پر چورلکه او کوماندو سرتيرو په بريد کي يي لاس درلود.

په دغه يرغل کي د ملا محب الله اخند په نامه يو طالب هم وژل سوی چي ويل کيږي ده پر چورلکه باندي د راکټ لانچر بريد کړی وو.

خو د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد بيا نن د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کي د ناټو ځواکونو دغه څرګندوني رد کړي دي.

مجاهد ويلي چي له بريد وروسته د دوی جنګيالي بيرته خپلو خوندي پټن ځايونو ته رسيدلي او ملا محب الله هغه کس چي پر چورلکه يي بريد کړی وو يو بل ولايت ته استول سوی او هلته له خپلو ملګرو سره د مخالف ځواکونو په وړاندي په جګړه کي برخه لري.

هغه وايي د الوتکي په بريد کي طالبان وژل سوي خو هغه کس نه دی وژل سوی چي الوتکه يې را غورځولې ول.

رپوټونه وايي چي دغه چينوک الوتکه په ډير مهم هدف پسي سيمي ته ورغلي وه او په داسي حال کي چي د امريکا رينجر ځمکني سرتيري هم وروسته بيا دغي سيمي ته ورسيدل.

ځيني ناسپين سوي راپورونه خو دا هم وايي چي دغه امريکايي ځواکونه د طالبانو د مشر ملا عمر په موخه سيمي ته ور روان ول چي پر چورلکه يي تر بريد وروسته هدف له لاسه ووت.

خو ددغي خبري پخلي تر اوسه امريکايي ځواکونو ندی کړی. ليکن دومره يي ويلي ول چي د دوی سرتيري د طالبانو په يوه عمده مشر پسي تنګي سيمي ته ور استول سوي ول.

د ناټو ځواکونو په اعلاميه کي راغلي چي د دغي پيښي د سقوط انګيزه اوس معلومه سوي، چي د دښمن په بريد کي وه خو په دي اړه څيړني کيږي چي چورلکه په څه ډول وسله ويشتل سوې ده.

تر اوسه پوري افغان او امريکايي مقاماتو دواړو نده تايد کړي چي ګواکي د وسله والو طالبانو لاس ته دي الوتکه ويشتونکي وسلې لويدلي وي.

په کابل کي د ناټو قومانداني وايي چي د چينوک چورلکي د سقوط په پيښه کي د ټولو وژل سويو قربانيانو مړي د سي شنبې په ورځ امريکا ته استول سوي تر څو يي هلته پيژندګلوي وسي او وروسته بيا خپلو خپلوانو ته وسپارل سي.

په دي کي د افغانستان د ملي اردو د ۸ تنو کوماندو سرتيرو او يوه افغان ژباړن مړي هم شامل دي چي ډير سوځيدلي او په اسانۍ سره يي پيژندګلوي ډيره ستونزمنه ده.

که چيري د جان الن دغه ادعا سمه وي چي ګواکي د دوی په چورلکه باندي يي د بريد ټول عاملين وژلي نو دا به د طالبانو ډلي ته يو سخت ګزار وي، ځکه چي په يو ځل د يوې ډلي طالبانو نابودول به د هغوی د عادي جنګيالو پر مورال منفي اغيز ولري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل