1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د پراختيايي پروژو د ملاتړ ژمنه کړې

۱۳۹۵ آذر ۹, سه‌شنبه

وسله والو طالبانو په افغانستان کي د ملي پراختيايي پروژو د ملاتړ او خوندي ساتلو ژمنه کړې ده. دوی په يوه خپره کړې خبرپاڼه کي خپلو جنگياليو ته ويلي دي چي د سترو پروژو ساتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/2TQx5
Afghanistan Taliban Kämpfer in der Ghazni Provinz
انځور: Reuters

د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د نوامبر مياشتي ۲۹مه) وسله والو طالبانو له خوا په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي په افغانستان کي د ملي پروژوې د ساتني خبره سوې ده.

په دغه خبرپاڼه کي راغلي دي چي دوی به د ټولو هغو «ملي پروژو چي د افغانانو د علاقې وړ دي» او هغو چي «د پراختيا او سوکالۍ» په گټه تماميږي، ساتنه وکړي.

په دغه خبرپاڼه کي د داسي پروژو، لکه د برېښنا سيمه ايزه پروژه کاسا ۱۰۰، له ترکمنستان څخه هند ته د گازو پايپلاين (تاپي)، ميس عينک پروژه چي چینايانو پکښې پانگونه کړې، د اورگاډي پټلۍ، لويي لاري او د اوبو بندونو يادونه سوې ده.

په خبرپاڼه کي زياته سوې ده چي «دغه پروژې بايد د اسلامي امارت له تگ لارې سره مطابقت» ولري. خو دا روښانه سوې نه ده چي څه ډول مطابقت.

دوی پر خپلو ټولو جنگياليو ږغ کړی دئ، چي د دغه شان پروژو په ساتنه کي مرسته وکړي. طالبانو تر اوسه پوري په جنگونو کي دغه شان ډېري پروژې له خطر سره مخامخ کړي يا ئې ويجاړي کړي دي.

د بېلگې په توگه همدا اوس کندهار ولايت برېښنا نه لري او دليل ئې په هلمند ولايت کي د طالبانو له خوا د مزو پريکول ښوول کيږي. کندهار او هلمند ته له کجکي بنده د بريښنا نه رسېدلو يوازنی علت وسله وال طالبان ښوول کيږي.

طالبانو تر دې دمخه هم دغه شان خبري کړي وې. اوس داسي ويل کيږي چي د وسله والو طالبانو ترمنځ د دغه غورځنگ د راتلونکو موخو په اړه بحثونه روان دي. د روان کال په اکتوبر مياشت کي سيد محمد طيب آغا چي مخکي په قطر کي د طالبانو استازی وو، طالب مشرانو ته داسي يو ليک ولېږه چي پکښې د دوی په دريځ کي د اصلاحاتو راوستلو خبره سوې وه.

په دغه ليک کي راغلي ول چي «د طالبانو له غورځنگه اوس نفرت کيږي». پر نورو سربيره هغه غوښتنه کړې وه چي نور هغه وگړي مه وژني چي د هيواد په بيا جوړونه کي مرسته کوي.

د بريتانيا «گاردين» ورځپاڼي د سه شنبې په ورځ د طالبانو د يوه پخواني قوماندان رحمت الله کاکازاده په حواله ليکلي دي چي په روان کال کي په افغانستان کي د ملکي تلفاتو د ډېرېدو له وجي طالبانو ډېري لږ پيسې ترلاسه کړي دي.

نور مطالب: