1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د پسرلنيو عملیاتو پیل اعلان کړ

۱۳۹۵ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

طالب یاغیانو د سه شنبې په ورځ د تود فصل د پیل سره د خپلو نویو جنگي عملیاتو اعلان وکړ او د امریکا متحده ایاتو تر ملاتړ لاندې افغان حکومت پر ضد یې د جگړې په پنځلسم کال کې د «سترو بریدونو»هوډ وکړ.

https://p.dw.com/p/1ITZz
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې رسنیو ته په یوه استول شوي برېښنا لیک کې دغو زورپالونکو ویلې دي چې پسرلني عملیات یې د سه شنبې په ورځ (د۲۰۱۶ کال د اپریل په ۱۲مه) د سهار په پنځو بجو پیل شوي.

یاغیانو دا بریدونه «عمري عملیات» نومولي دي چې ویل کیږي دغه نوم د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر، په ویاړ ټاکل شوی دی.

وینا پاڼه وايي چې د سږ کال په عملیاتو کې به ځانمرگي بریدونه، قتلونه او نور تاکتیکونه چې هدف یې د «دښمن» د معنویاتو کمزوري کول دي، شامل وي. همداشان وړاندې ویل شوي دي چې د دوی تر کنترول لاندې سیمو کې به «د ښې حکومتولۍ له پاره میکانیزم رامنځ ته شي، څو خلک په امنیت او عادي حالت کې ژوند وکولای شي.»

طالب یاغیان د ځینو ولایتونو لیرې پرتې ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې لري او تیر کال یې د درو ورځو له پاره د کندز ښار نیولی وو.

طالبانو په خپله دغه وینا پاڼه کې دا هم ویلي دي چې د ملکي کسانو د وژلو او همداشان ملکي زیربناوو د ویجاړولو د مخنیوي هڅه به وکړي.

د ملگرو ملتونو د وینا له مخې په ۲۰۱۵م کال کې په افغانستان کې تر ۱۱۰۰۰ زیات ملکي کسان وژل او یا هم ټپیان شوي دي.

د نوموړي خبري آژانس رپوټ زیاتوي چې په تیر کال کې د ملا عمر د مړیني د خبر تر افشا کیدو وروسته د طالبانو په منځ کې درز رامنځ ته شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب