1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د پسرلني عملیاتو د پیل اعلان کړی

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۲, چهارشنبه

افغان طالبانو د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی دی چې د اپریل میاشتې له ۲۴مې نیټې څخه به په ټول افغانستان کې «پسرلني عملیات» پیل کړي. دا لومړی جنگي فصل دی چې پکښې بهرني ځواکونه د طالبانو پر ضد جگړه کې برخه نه لري.

https://p.dw.com/p/1FC9Q
انځور: STR/AFP/Getty images

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالب یاغیانو لا تر مخه په تیرو اوونیو کې پر حکومتي او بهرنیو اهدافو باندي په خپلو بریدونو کې ډېرښت راوستی دی. افغان امنیتي ځواک د جگړې له پاره چمتووالی نیسي او اټکل کیږي چې دا فصل به له مرگ ژوبلي څخه ډک وي.

دا به لومړی کال وي چې افغان امنیتي ځواک به د ناټو د بشپړي مرستي پرته په یوازي سره په ټول هیواد کې د مخالفو وسله والو پر ضد جگړه پر مخ بیایي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دغه عملیات به د اپریل میاشتې د ۲۴ نیټې د سهار له پنځو بجو څخه پیل شي. دغو عملیاتو ته یې د «عزم» نوم ورکړی دی.

په افغانستان کې د ناټو جنگي ماموریت په رسمي توگه د تیر میلادي کال په نومبر په میاشت کې پای ته ورسید. اوس د بهرنیو ځواکونو ډېر لږ شمیر د افغان امنیتي ځواک د روزني او مرستې له پاره په افغانستان کې پاته دی.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما تیره میاشت له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په پلان کې ځنډ راوست. دا هغه څه وو چې د افغانستان نوي ولسمشر محمد اشرف غني، یې غوښتنه کړې وه.

اوباما په سپینه ماڼۍ کې له غني سره په لیدنه کتنه کې پر دې باندي سلا شو چې د روان میلادي کال تر پایه پوري به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر چې ۹۸۰۰ تنه دی راکم نه کړي.

نوموړی خبري آژانس زیاتوي طالب یاغیانو چې په ۲۰۰۱م کال کې د واک له راپرځول کیدو راهیسې یې په خونړۍ جگړه لاس پورې کړی دی خبرداری ورکړی وو چې دغه اعلان به د سولې هر رنگه هلو ځلو ته زیان ورسوي او په عین وخت کې یې د جگړې د جاري ساتلو خبره کړې وه.

په تیرو اوونیو کې د وسله واله یاغیانو له خوا په بریدونو کې ډېرښت، د عادي افغانانو د سترې مرگ ژوبلې سبب وگرځید. د ملگرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې د ۲۰۱۵م کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله اته سلنه ډېرښت راغلی دی. خو طالبانو په خپله بیانیه کې ویلي دي چې د ملکي افغانانو د ژوند او ملکیت خوندیتوب د هغوی په اصلي لومړیتوب کې راځي.

افغان حکومت او ناټو لا تر اوسه د طالبانو د دغه اعلامیې په هکله کوم غبرگون نه دی ښوولی. په تیرو وختونو هغوی دغسې عملیات اعلان يو پروپاگند بللی.