1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ

مسعو جهش (AFP, dpa)۱۳۹۲ اردیبهشت ۷, شنبه

طالبانو د شنبې په ورځ په یوې بیانیه کې د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ او گواښ یې وکړ چې تر دې وروسته به پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې خپل بریدونه لا پسې ډیر کړي.

https://p.dw.com/p/18OCH
A former Taliban fighter looks on after joining Afghan government forces during a ceremony in Herat province on March 26, 2012. Twelve fighters left the Taliban to join government forces in western Afghanistan. The Taliban, ousted from power by a US-led invasion in the wake of the 9/11 attacks, announced earlier this month that they planned to set up a political office in Qatar ahead of talks with Washington. AFP PHOTO / Aref KARIMI (Photo credit should read Aref Karimi/AFP/Getty Images)
Symbolbild Afghanistan Kämpferانځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

طالبانو ویلي دي چې هغوی به خپل بریدونه په سیستماتیک او همغږي شوي ډول تر سره کړي. دغه ډله هر کال د هوا له ګرمیدو سره په خپلو بریدونو کې ډیروالی راولي. د هوا په ګرمیدو سره هغوی کولای شي چې په غرنیو سیمو کې د ډیر وخت له پاره پاتې شي او په اسانۍ سره په کې تګ راتګ وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې د تاوتریخولي کچه ډیره لوړه شوې ده.

د Afghanistan NGO Safety Office دفتر وايي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تیر کال همدې مودي په پرتله د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو بریدونه ۴۷ سلنه ډیر شوي دي. ملګرو ملتونو بیا دغه سلنه ۳۰ ته راټیټه کړې ده. ملګرو ملتونو ویلي دي چې د روان کال له جنوري میاشتې څخه تر مارچ پورې ۴۷۵ تنه ملکي کسانو د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اپریل ۲۸ نیټه په افغانستان کې د ډاکتر نجیب الله د حکومت د راپرځیدو ورځ بلل کیږي. د ۱۹۹۲ کال په همدې ورځ په افغانستان کې بیلابیلې ډلې په دې وتوانیدې چې د ډاکټر نجیب الله حکومت ړنگ کړي. تر دې نیټې وروسته په افغانستان کې سختې کورنۍ جگړې پیل شوې چې په پایله کې یې ډیر شمیر افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

طالبانو په خپله بیانیه کې ویلي دي چې هغوی به پر بهرنیو ځواکونو، پوځي اډو او سفارتونو باندې بریدونه وکړي. په بیانیه کې همداراز افغان چارواکو ته گواښ شوی دی چې د افغان ولسمشر حامد کرزي حکومت ته کار و نه کړي. طالبانو ویلي دي چې له هغو کسانو څخه به ساتنه وکړي چې له دولت سره خپل کار پای ته رسوي او له هغوی سره یوځای کیږي.

د طالبانو په خپره شوې بیانیه کې همداراز پر دیني علماو باندې غږ شوی دی چې افغان ځوانانو ته اجازه ور نه کړي چې د پولیسو او ملي اردو له لیکو سره یوځای شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب