1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو د کندهار-روزگان سړک يوه برخه ويجاړه کړې»

۱۳۹۵ مهر ۴, یکشنبه

د کندهار چارواکي وايي چي وسله والو طالبانو د دغه ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کي زر متره پوخ سړک ويجاړ کړی دئ. سړک تيره شپه په تراکتورانو اړول سوی دی.

https://p.dw.com/p/2QZQn
Afghanistan Autobahn Kabul-Ghazni
انځور: AP

د کندهار د والي ويان صمیم خپلواک د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د سپتمبر ۲۵مه) دويچه ويله ته وویل چي دغه پېښه تیره شپه د یادی ولسوالۍ د «اندړانو» په سیمه کي رامنځته سوې ده.

د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کي تير سوی پوخ سړک دغه ولايت له روزگان سره نښلوي. د خپلواک په قول د یاد سړک په خرابۍ سره موټروانان او مسافر له ستونزو سره مخامخ سوي دي.

د کندهار چارواکي وايي چي د يادي ولسوالۍ ولسوال اوس د سيمه ايزو خلکو په مرسته په هغو کسانو پسې لټون پيل کړی چي په دغه ويجاړي کي لاس لري.

خو پوښتنه دا ده چي وسله وال طالبان څرنگه وتوانېدل، څو د دغه سړک چي په اوږو کي ئې امنيتي پوستې هم سته يو کيلومتر برخه په تراکتورانو ويجاړه کړي؟ د سيمي خلکو ولي پر وخت امنيتي ځواکونو ته خبر نه ورکاوه؟

د کندهار ولايت وياند وايي چي ولسوال د کلي له خلکو سره په مشوره عملیات پيل کړي کړي او خلکو هم ژمنه کړې ده، چي هرهغه څوک به ترلاس نیسي، چي ټولګټو پروژو ته تاوان رسوي.

کندهاريان دغه ډول کړني غندي. دوی وايي، سړکونه، پلچکان، ښوونځي، مدرسې او نور ټولګټي ودانۍ او پروژې د ولس له پاره دي.

یاد سړک په داسي حال کي قصدا تخریبیږي چي څه موده مخکي په هلمند ولایت کي هم د وسله والو مخالفینو له خوا زیاته اندازه سړک ويجاړ سو.

نور مطالب