1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له افغانستانه د امريکايانو د وتلو پلان وغانده

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۷, چهارشنبه

افغان وسله والو طالبانو د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما، پلان غندلی دی او ویلي یې دي، تر هغه وخته پوري چي په افغانستان کي یو امریکایي عسکر هم پاته وي دوی به خپلي جگړې ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/1C88j
انځور: picture-alliance/dpa

امريکا متحده ايالات غواړي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي۹۸۰۰ عسکر پريږدي. د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ويلي دي چي دغه عسکر به هم د ۲۰۱۶ کال ترپايه پوري په بشپړه توگه بيرته ووځي.

طالبانو په دې اړه یوه بیانیه خپره کړې ده او د اوباما هغه پریکړه چي له مخي یې په افغانستان کي شاوخوا ۱۰۰۰۰ امريکايي عسکر پاتیږي، د افغانستان د «اشغال دوام» بللی دی. طالبانو په خپله بیانیه کي ویلي دي: «موږ تل خپل دریځ روښانه کړی دی چي که آن یو امریکایي عسکر هم په افغانستان کي وي، نو دا زموږ د ملت له پاره د منلو وړ نه ده او جهاد به دوام وکي.»

اوباما قدم پر قدم له افغانستانه سرتیري باسي

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۲۷) په واشنگټن کي ويلي دي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په نوي ماموريت کي چي هدف يې د افغان ځواکونو روزل او له تروريزم سره مبارزه ده نزدې ۱۰۰۰۰ عسکر په افغانستان کي پاته سي.

اوباما زياته کړه ده چي د دغو عسکرو شمېر به د ۲۰۱۵ کال ترپايه پوري نيمايي ته راکښته سي او د ۲۰۱۶ کال په پای کي به دغه ماموريت ختم سي لکه څو کاله دمخه چي له عراق څخه ټول عسکر ووتل. هغه زياته کړه ده په افغانستان کي به هغه مهال يوازي هغه شمېر امنيتي ځواک پاته سي چي په دغه هيواد کي د امريکا سفارت ساتنه کوي.

خو په افغانستان کي د دغه نوي ماموريت د پيلېدو له پاره د کابل او واشنگټن ترمنځ دوه اړخيز امنيتي تړون بايد لاسليک سي، چي تر اوسه لاسليک سوی نه دی. خو اوباما اميدواره دی چي په افغانستان کي د نوي جمهور رئيس په ټاکل کېدو سره به دغه سند لاسليک سي.

اوس په افغانستان کي نزدې ۳۳۰۰۰ عسکر مېشته دي. تر دې دمخه په ۲۰۱۱ کال کي دغه شمېر ۱۰۰۰۰۰ وو.

اوباما د يکشنبې په ورځ په يوه ناڅاپي څلور ساعته سفر د خپلو ځواکونو د لېدلو له پاره افغانستان ته ولاړ. هغه هلته له خپلو ځواکونو سره تر لېدو وروسته له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په يوه تليفوني تماس کي له هغه سره په بگرام هوايي اډه کي د ليدلو غوښتنه وکړه خو دغه غوښتنه افغان حکومت رد کړه.

ناټو د اوباما د افغانستان د پلان ملاتړ کوي

بله خوا د ناټو يوه وياند د سه شنبې په ورځ ناوخته ماښام په بروکسل کي ويلي دي چي «موږ د امريکا متحده ايالاتو د هغه اقدام ملاتړ کوو چي د ناټو له خوا په پلان سوي نوي ماموريت کي د پام وړ شمېر ځواکونه ونډه اخلي.»

وياند زياته کړې ده چي ناټو اوس هم پرخپلي هغي ژمني ولاړ دي، چي په افغانستان کي د ايساف ځواکونو تر جنگي ماموريت وروسته هم خپل يوشمېر سلاکاران او روزونکي پريږدي.