1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو له افغان حکومت سره خبره رد کړې

۱۳۹۵ مهر ۲۸, چهارشنبه

طالبانو له افغان حکومت سره د اوږدې مودې راهیسې د سولې د دریدولو خبرو اترو د بیا پیلیدو رپوټونه رد کړي دي. د طالبانو ویاند ویلي دي چې د دوی په پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

https://p.dw.com/p/2RPTr
Taliban-Sprecher Sabiullah Mudschahid
انځور: picture-alliance/dpa

د سه شنبې په ورځ یوې مشهورې بریتانوۍ ورځپاڼې گارډین رپوټ ورکړ چې افغان چارواکو د سپتمبر په میاشت کې په دوحه کې په پټه له طالبانو سره دوه وارې لیدلي دي. تر دې وروسته هم ځیني افغاني رسنیو د حکومتي کړيو له قوله چې نومونه یې نه وو ښوول شوي دغه ډول رپوټونه ورکړي وو.

خو د فرانس پرس خبري آژانس په حواله بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، په یوه بیانه کې د هر ډول خبرو اترو یا غونډو د تر سره کیدو رپوټونه رد کړي دي.

مژده: طالبانو له کابل سره د سولې پر سر خبرې نه دي کړي

تر دې مخکې طلوع تلویزون د ولسمشرۍ ماڼې د یوې سرچینې په حواله رپوټ ورکړی وو چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر معصوم ستانکزي، او د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په قطر کې په یوه غونډه کې گډون کړی وو.

د طالبانو له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د طالبانو استازو له معصوم ستانکزي او یا هم کوم بل چارواکي سره نه دي لیدلي. بیانه وړاندې کاږي: «د مذاکراتو په هکله زموږ دریځ نه دی بدل شوی، په دې هکله زموږ پالیسي ډیره روښانه ده.»

فرانس پرس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبان له ډیر وختی راهیسې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل د سولې د خبرو اترو له پاره د لومړني شرط په توگه یادوي.

د گارډین ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي وو چې د طالبانو له لوري په دغو خبرو اترو کې د دغې ډلې د بنسټ ایښودونکي او پخواني مشر ملا عمر ورور عبدالمنان اخوند، گډون کړی وو. نوموړې ورځپاڼې په خپل رپوټ کې د طالبانو د یوه استازي له قوله لیکلي وو چې یوه جگپوړي امریکایي چارواکي هم په دغو لیدنو کتنو کې حضور درلود.

پاکستان چې د طالبانو ملاتړی انگیرل کیږي، تیر کال یې د سولې د څو دورو خبرو اترو کوربه توب پر غاړه درلود خو د سولې په دغه بهیر کې ډیر لږ پرمختگ وشو. د خبرو اترو لړۍ هغه وخت ودریده چې د روان میلادي کال په می میاشتې کې د طالبانو مشر ملا اختر منصور د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.