1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو له محکمې پرته جزا راکړه»

هوشنگ هاشمي (هرات، افغانستان)۱۳۹۲ اردیبهشت ۳, سه‌شنبه

طالبانو د شنبې په ورځ په هرات ولایت کې د دوو کسانو ښي لاسونه او چپې پښې پرې کړې. دغه دوه کسان د یوه خصوصي امنیتي شرکت کارکوونکي ول او وایی چې طالبانو ورڅخه د ترهگرو بریدونو په ترسره کولو کې مرسته غوښتې وه.

https://p.dw.com/p/18LIA
Die Bilder wurden von unserem Korrespondenten Hooshang Hashemi in Herat aufgenommen. Sämtliche Rechte gehören der Deutschen Welle.
انځور: DW

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د طالبانو پر دې عمل باندې سخته نیوکې کړې ده او ویلي یې دي چې په سیمه کې د خرابې امنیتي وضعې له کبله هغوی په دې اړه څیړنې نه شي کولای.

هغه دوه ځوانان چې طالبانو یې لاسونه او پښې پرې کړې دي، فیض او زرین نومیږي. فیض ۲۶ او زرین ۲۳ کاله عمر لري. زرین چې اوس په روغتون کې دی، له خلکو خپل مخ پټوي. د هغه ملگري وايي چې رزین نه غواړي خلک هغه له پری شوي لاس او پښې سره وویني. کله چې د دویچه ویله خبریال له زرین څخه وغوښتل چې له هغه سره مرکه وکړي، نو زرین دغه غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې ځان یې درد کوي.

د زرین د بستر تر څنگ د دې پېښې دویم قرباني هم پروت دی. ۲۶ کلن فیض هم د زرین په شان د طالبانو له خوا نیول شوی وو او بیا یې لاس او پښه پرې شوي ول. فیض واده کړی دی او د دوو ماشومانو پلار دی.

فیض له خپلې کورنۍ سره د هرات د «کشک رباط» ولسوالۍ په «شهر خلیل» کلي کې ژوند کوي. فیض دویچه ویلې ته وویل: «د یوه بار وړونکي موټر موټروان یم. له هغه قطارونو سره چې د یوه خصوصي امنیتي شرکت په ملاتړ د بهرنیانو دفترونو او ځواکونو ته یې توکي لیږدول، مې سفر سفر کاوه.»

فیض د طالبانو له خوا د خپل ځان او د هغه د ملگري د نیول کیدو کیسه داسې بیانوي: «موټر مې په شرکت کې ودراوه او راغلم چې له خپلې ښځې او دوو ماشومانو سره دوه ورځې وخت تیر کړم. پلان شوې وه چې بیا وروسته موږ له قطار سره د شورو په لور حرکت وکړو.»

زرین چې اوس په روغتون کې دی، له خلکو خپل مخ پټوي.
زرین چې اوس په روغتون کې دی، له خلکو خپل مخ پټوي.انځور: DW

شورو د کابل-هرات پر لویه لاره د یوې سیمې نوم دی چې په کې د ایساف د ځواکونو یو لوی کمپ هم پروت دی. فیض زیاتوي چې نیمه شپه د طالبانو یوې ۲۰ یا ۳۰ کسیزې ډلې د هغه پر کور باندې وسلوال برید وکړ. طالبانو فیض او د هغه همکار زرین چې خپلوان یې هم کیږي له خپل ځان سره یووړل.

فیض وایي چې طالبانو د هغوی لاسونه او پښې په زنځیرونو تړلې وو او هغوی یې د ۲۷ ورځو له پاره له ځان سره وساتل: «له موږ څخه یې د مرستې غوښتنه کوله. د بیلگې په توگه هغوی له موږ څخه غوښتل چې خپل شرکت ته بم یوسو او هلته چاودنه وکړو. موږ ورته وویل چې موږ دغه کار نه شو کولای ځکه ۱۵، ۱۸ او یا ۲۰ کاله زندان لري.»

د فیض په خبره کله چې طالبان په دې خبره پوه شول چې دغه دوه کسان له هغوی سره همکاري نه کوي، نو پریکړه یې وکړه چې دوی ته سزا ورکړي. «نه هلته کومه شورا وه او نه هم قاضي. له موږ څخه سوال ځواب هم و نه شو. بس راغلل او زموږ لاسونه او پښې یې پرې کړې.»

د فیض د میرمنې ورور چې تازه له دې پېښې خبر شوی دی او خپل ځان یې روغتون ته رسولی دی، وایي چې د خپلې خور او خوریانو د راتلونکې په اړه اندیښنه لري.

هغه د «شهر خلیل» په سیمه کې له خرابې امنیتي وضعې سر وټکاوه او ویې ویل: «د طالبانو په نوم د مخدره توکو قاچاق کوي او په میمنې او غورماچ کې د تریاکو معاملې کوي.» هغه زیاته کړه چې که څوک له خصوصي امنیتي شرکتونو سره کار وکړي نو طالبان یا د هغوی سر او یا هم لاس او پښې پرې کوي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون دغه کار غیر انساني بللی دی او هغه یې په سختو ټکو کې غندلی دی. د افغانستان په لویدیځ کې د بشري حقونو د کمیسیون مسوول سید عبدالقادر رحیمي، وایي: «دا لومړی ځل دی چې طالبان د افغانستان په لویدیځ کې د انسانانو د بدن غړي قطع کوي.» هغه ټینگار وکړ چې په نا امنه سیمو کې د دغه شان پېښو په اړه د څیړنو امکان نه شته.

داسې رپوټونه هم ورکول کیږي چې طالبانو دغه دوه تنه د غلا په تور مجازات کړي دي. د هرات د پولیسو قوماندان رحمت الله صافي، وویل چې په دې اړه څیړنې روانې دي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې تر هغه وخت پورې چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینگ نه شي، دغه شان پېښې به رامنځ ته کیږي.

دا لومړي ځل نه دی چې د طالبانو له خوا ملکي کسانو ته سزا ورکول کیږي. تر دې مخکې هم طالبانو په یو شمیر نورو ولایتونو کې په ورته کارونو لاس پورې کړی وو.