1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو پاکستان ته خبرداری ورکړی دئ

۱۳۹۱ تیر ۱۴, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15Qx9

له هغه وروسته چي پاکستان د ناتو له پاره د اکمالاتي لاري د پرانیستلو سره خپله موافقه وکړه، پاکستاني طالبانو بیا د هغو پر کاروانونو باندي د بریدونو خبرداری ورکړ. د تحریک طالبان په نامه د پاڅون ویاند احسان الله احسان د چارشنبې په ماښام وویل، چي موږ به نه یوازي پر دغو اکمالاتي کاروانونو باندي يرغلونه وکړو، بلکي د لاریو چلوونکي به ئې هم ووژنو. د تحریک طالبان ډلی په تېرو کلونو کي تل، افغانستان ته د ناتو له پاره پر اکمالاتي کاروانونو باندي بریدونه کړي دي، هغو ته ئې اور اچولی دئ او موټر چلوونکي ئې ور وژلي دي.