1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په بدخشان کې یوه ولسوالي ونیوله

آژانسونه / عبدالباري حکیم۱۳۹۴ خرداد ۱۶, شنبه

د بدخشان ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت په لیرې پرتې ولسوالۍ ، یمگان باندې نن سهار وختي په سلهاو طالب یاغیانو په یوې سترې حملې لاس پورې کړ. د بدخشان والي هغه رپوټ تصدیق کړی دی چې یمگان د یاغیانو لاس ته لویدلی ده.

https://p.dw.com/p/1FccV
د بدخشان ولایت
د بدخشان ولایت

د بدخشان ولایت چارواکو په دغه غرني ولایت کې یو ځل بیا د یاغیانو له یو سترې حملې څخه خبر ورکړ.
هغوي وویل، وروسته له هغې چې یاغیانو پر امنيتی پوستو حمله وکړه او د یمگان لیرې پرته ولسوالۍ ېې تر خپل کنترول لاندې راوستله، په نښتو کې لږ تر لږه دري امنیتي پرسونل او اته تنه طالب جنگیالي ووژل شول.

د بدخشان والي شاه ولي ادیب د آلمان خبري آژانس ته وویل چې دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلی ده: « ولسوال روغ رمټ دی او نور چارواکي تښتیدلي دي. والی وویل چې د ولسوالۍ د نیولو لپاره امنیتي ځواکونه چې په سیمه کې وجود لري، هڅي پیل کړی دی: «بهرني یاغیان هم د مړو په جمله کې موندل شوي دي.»

د بدخشان د امنیی قومندانې مرستیال ډگروال سخي داد حیدري وویل چې څه ناڅه ۳۰۰ یاغیانو د یمگان ولسوالۍ چې په یوه غرنې سیمه کې پرته ده، تربرید لاندی ونیوله. حیدري دویچه ویله ته په یو تیلفوني تماس کې وویل چې «دغه حمله نن سهار د ۴ بجو او دیرش دقیقو په شا او خوا کې طالبانو له خوا چې هغوې سره ۳۰ تنه بهرني اتباع هم ملگرتیا کوله، د یمگان په شا او خوا باندې حملې پیل شوه»

په شمال کې د امنیتي وضعې په هکله انديښنه

په پارلمان کې د بدخشان د خلکو استازيو عبدوالي نیازی چې اوس په فیض اباد کې دی او د حکومت له چارکو سره له نژدی تماس لیري د طالبانو لاس ته یمگان د ولسوالی د لویدو پخلی وکړ: « د یمگان ولسوالي له کابو یو کال خخه را په د یخوا طالبانو تر محاصرې لاندې وه. د یمگان لارې هغوی بندې کړی وې. د نن ورځې د یوولس بجو خخه وروسته طالبانو ولسوالی ونیوله.»

نیازي په مرکزی حکومت تور ولگاوه چې د بدخشان ولایت د امنیتي ځواکونو سره په مرسته کې پاتې راغلی دی: «تاسی پوهیږي چې د بدخشان په ولایت کې د نړیوالو او کورنیو ترهگرو په شمول ۱۰۰۰ طالب یاغیان وجود لري. د دغو ۱۰۰۰ تنو وسلوالو طالبانو چې په لږ تر لږه په لس ولسوالیو کې سره ویشل شوی دي، حکومت له بده مرغه هیڅ نه دی کړی، رښتیا خبره دا ده چې حکومت په بدخشان کې د طالبانو په وړاندی په دفاعي حال کی قرار لري.»

نیازي خبرداری ورکړ چې که چیری په بدخشان کې د طالبانو د حملو مخه ونه نیوله شی کیدای شی چې وضعیت نور هم خراب شی.

د اوشیتد پرس خبري آژانس د طالبانو د ویاند، زبیح الله مجاهد له خولې رپوټ ورکړ چې یاغیانو د یمگان ولسوالې مرکز نیولی دی.

له دې مخکې د آلمان خبري آژانس DPA د ولایت د امنیی قوماندانې د ویاند، لعل محمد احمدزي له خولی رپوت ورکړی ؤ چې په یمگان باندی طالبانو حمله کړی ده،. خو هغه د طالبانو هغه ادعا رده کړې وه چې گواکې د ولسوالۍ مرکز د هغوی په لاس کی دی: «مونږ د استحکاماتو او هوايي حملې لپاره بلنه ورکړی ده.» یو بل چارواکي DPA ته د خپل هویت د نه برنډولو په شرط وویل چې «ولسوالي د طالبانو تر کنترول لاندې راغلی او امنیتي ځواکونه تښتیدلي دي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د یمگان ولسوالي له ستراتيژيکی لحاظه څه اهمیت لري، د بدخشان د امنیې قوماندانې مرستیال حیدري دویچه ویله ته وویل: « دا چې د بدخشان د لاجوردو کان د یمگان او کران منجان د ولسوالیو په مینځ کې پروت دی. مونږ ته دا ولسوالي خورا اهمیت لري چې امنیت بیرته اعاده شي.»

د هوا له تویدو سره په اپریل کې د طالبانو کلني حملې پیل شوې. د ناتو او امریکا متحده ایالاتو د جنگي سرتیرو له وتلو وروسته دا لومړی فصل دی چې افغان امنیتی ځواکونه په یواځیتوب سره د یاغیانو د حملو سره مخامخ کیږي. د تیر دسمبر په پای کې د نړیوالو امنیتی ځواکونو جنگي ماموریت پای ته ورسید او د هغه پر ځای یو نوی پوځي روزنیز ماموریت پیل شوی دی.