1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو په دوو ولایتونو کې له سلو ډیر کسان برمته کړي

۱۳۹۵ مهر ۱۵, پنجشنبه

طالبانو په تیرو څو ورځو کې د افغانستان په دوو ولایتونو کې له ۱۰۰ څخه ډیر مسافر برمته کړي دي. تر دې مخکې هم دغې ډلې د افغانستان له لویو لارو څخه مسافر برمته کړي او د هغوی له ډلې څخه یې یو شمیر وژلي وو.

https://p.dw.com/p/2Qy0O
Afghanistan Straßensperre und Fahrzeugkontrolle nach Entführung von Touristen
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې طالبانو په تیرو درو ورځو کې د بدخشان ولایت څخه د ۸۰ او ۹۰ تر منځ ځایي ملکي وګړي برمته کړي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي مجیب الرحمان، ویلي دي: «طالبان غواړي چې دولت په راغستان ولسوالۍ کې د هغوی تر کنترول لاندې د طلاو یوه کان ته د نفت د رسیدو مخه و نه نیسي.»

دغه سیمه ییز چارواکي زیاته کړې ده چې برمته شوي کسان ټول له همدې ولایت د درواز ولسوالۍ اوسیدونکي وو. د ولایتي شورا د دغه غړي په خبره اوس ځایي مشران هڅه کوي چې دغه کسان آزاد شي، خو لا تر اوسه پورې حکومت په کومې هڅې لاس نه دی پورې کړی.

د بدخشان د پولیسو یوه چارواکي سخي داد حیدري، ویلي دي چې لا تر اوسه پورې د برمته نیونې لامل روښانه نه دی او دا چې حکومت د برمته شویو کسانو د آزادولو له پاره هڅې پیل کړې دي.

په یوې بلې پیښې کې د چهارشنبې په ورځ نا پیژندل شوي وسلوالو له وردک ولایت څخه د بامیانو ۲۵ تنه اوسیدونکي برمته کړي دي. د وردګو د ولایتي شورا یوه غړي د پنجشنبې په ورځ وویل: «دغه کسان د جلریز له ولسوالۍ څخه برمته شوي دي. لا تر اوسه پورې د هغوې د برمته نیونې لامل روښانه نه دی.»

د جلریز ولسوالۍ یوه ځایي چارواکي د باختر خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبان د دې پیښې تر شا دي.