1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو په غزني کې قران شریفونه سوځولي دي»

۱۳۹۱ تیر ۲, جمعه

د غزني د اندړ ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو د احتجاج په توگه د هغو قران شریفونو نسخي چې ویل کیږي د طالبانو له خوا سوځول شوي دي د غزني ولایتي شوری ته راوړي او خبریالانو ته ئې ښوولې دي.

https://p.dw.com/p/15Je3
انځور: DW

د اندړ ولسوالۍ دغه اوسیدونکي چې د طالبانو پر وړاندې په ولسي پاڅون کې هم برخه لري د قران کریم سوځیدلې نسخې له ځانه سره په احتجاجي توگه د غزني ولایتي شورې ته وړي دي او د دغه عمل د تر سره کولو پړه ئې پر طالبانو ور اچولې ده او دغه عمل ئې په کلکه غندلی دئ.

د اندړ د ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي عصمت الله وویل چې دوې ورځې وړاندې طالبانو د اندړ ولسوالۍ د «قدم خیل» او «غنډې» په کلیو کې درې کورونه سوځولي دي چې په ترڅ کې ئې د څو قران شریفونو تر څنگ نور دیني کتابونه هم سوځیدلي دي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هغه دیني کتابونه او قران شریفونه چې سوځیدلي دي د غنډې د کلې د ملا امام په کور کې ساتل کیږي. د هغه په وینا یوه زړه میرمن هم په دغه پیښه کې سوځیدلې ده او اوس په یوه ځایي کلینک کې تر درملنې لاندې ده.

هغه زیاته کړه: «طالبانو هغه استوگنځایونه چې د ولسي پاڅون په وخت ترې استفاده کیده تر نیولو وروسته سوځولي دي، چې په دې ترڅ کې د قران شریف څو نسخې هم سوځیدلي دي. او دوې ورځې وړاندې د طالبانو له لورې چې کوم کورونه وسوځول شول په هغې کې د اندړو د ولسوالۍ د یوه دیني عالم کور هم شامل دئ.»

اندړ د غزني ولایت د نا امنو ولسوالیو څخه شمیرل کیږي، چې طالبان پکښې حضور لري. په دې وروستیو وختونو کې د طالبانو له لوري د ښوونځیو د تړلو او پر خلکو باندې د نورو فشارونو د راوستلو له امله د اندړو د اوسیدونکو او طالبانو تر منځ وسله والې نښتې هم شوي وې چې دا نښتې لا تر اوسه هم ادامه لري او له دواړو خواوو څخه پکښې څو تنو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

په عین وخت کې د غزني د ولایتي شوری یو شمیر غړو د طالبانو له لوري د قران کریم سوځول په کلکه غندلي دي او ویلي ئې دي چې د دغه پلان په جوړولو کې د پاکستان د استخباراتي شبکې ISI لاس دئ. هغوی د اندړ ولسوالۍ له خلکو څخه غوښتي دي چې د دغسې پیښو د مخنیوي له پاره د طالبانو پر وړاندې خپل ولسي پاڅون ته ادامه ورکړي.

د غزني د ولایتي شوری یو تن غړی امان الله کامراني، وایي چې طالبانو د اندړو د ولسوالۍ د ولسي پاڅون پر وړاندې غبرگون کې د خلکو کورونه سوځولي دي. هغه زیاته کړه چې د طالبانو دا عمل به نور هم د خلکو قهر راوپاروي او د هغه په وینا ممکنه ده چې دطالبانوپروړاندې د اندړو خلکو ولسي پاڅون نور هم شدت ومومي.
لا تر اوسه پورې طالبانو د قران شریفونو د سوځولو او د اندړو د ولسوالۍ د خلکو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

قادر وفا / سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش