1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبانو په فاریاب کې پنځه پولیس وژلي دي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۲, سه‌شنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د طالبانو یوه برید په فاریاب ولایت کې پنځه پولیس وژلي او څلور نور ټپیان کړي دي. طالبانو په وروستیو وختونو کې د افغانستان په شمال کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2cEW7
Karte Afghanistan Provinz Faryab Englisch
انځور: DW

د فاریاب ولایت ویاند جاوید دیدار، ویلي دي چې دغه پیښه د دوشنبې په ورځ په غورماچ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

دغه چارواکي روښانه کړې ده چې طالبانو د یوې لنډي مودې له پاره د غورماچ ولسوالۍ ډیره برخه تر خپل کنترول لاندې راوسته، خو روښانه یې کړه چې تر سختو نښتو وروسته افغان امنیتي ځواکونه وتوانیدل چې یو ځل بیا طالبان پر شا و تنبوي.

د دیدار په خبره په دې په نښتو کې اته طالب جنګیالي هم وژل شوي دي چي مړي يې د جگړې په سیمه کې پاته شوي دي. طالبانو تر اوسه پورې د فاریاب د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.