1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبانو په فراه کې د یوه موټر لږ تر لږه اووه مسافر وژلي

۱۳۹۶ تیر ۲۱, چهارشنبه

چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې وسلوالو یو موټر چې د هرات ولایت پر لور روان وو درولی او بیا یې لږ تر لږه اووه کسان وژلي دي. ځايي چارواکو د پیښې پړه پر طالبانو باندې اچولې ده.

https://p.dw.com/p/2gP2i
Karte Afghanistan Provinz Farah Englisch
انځور: DW

د فراه ولایت ویاند محمد ناصر مهري، ویلي دي: «طالبانو یو سرویس چې د هرات په لور روان وو درولی، دغه کسان یې ترې کښته کړي او بیا یې په ډزو وژلي دي.»

پیښه د سه شنبې په ورځ د فراه ولایت په بالا بولوک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د مهري په خبره د وژل شویو کسانو په ډلې کې یو یې پولیس او پاتې یې ملکیان ول.

د فراه د ولایتي شورا مشرې جمیله آماني، بیا ویلي دي چې په پیښه کې نهه کسان وژل شوي او اووه تنه نور برمته نیول شوي دي. هغې زیاته کړې ده: «د وژل شویو او برمته نیول شویو کسانو په منځ کې کیدای شي چې یو شمیر امنیتي پروسونل وي خو زه ویلی شم چې ډیر شمیر قربانیان ملکي وګړي ول.»

دواړو چارواکو تایید کړې ده چې تر پیښې وروسته په شمال ګاه کلي کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې دي. طالبانو لا تر اوسه پورې د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي خو دغه ډله وخت ناوخت پر لویو لارې باندې موټر دروي او افغان حکومت پورې تړلي کسان ورڅخه کښته کوي.