1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو په موقت ډول د قطر دفتر تړلی دی»

نجیب الله زیارمل (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۱۹, چهارشنبه

وسله والو طالبانو په قطر کي په موقتي ډول د خپل دفتر د تړلو خبره کړې ده. دغه دفتر له امريکايانو او افغان حکومت سره د سولي د خبرو کولو له پاره پرانيستل سوی وو.

https://p.dw.com/p/194sm
Guests arrive for the opening ceremony of the new Taliban political office in Doha, Qatar on June 18, 2013. The office is intended to open dialogue with the international community and Afghan groups for a 'peaceful solution' in Afghanistan office spokesman Mohammed Naim told reporters. AFP PHOTO / FAISAL AL-TIMIMI (Photo credit should read FAISAL AL-TIMIMI/AFP/Getty Images)
Katar Büro der Taliban in Dohaانځور: AFP/Getty Images

د قطر په پلازمېنه دوحه کي د طالبانو دفتر د جون مياشتي پر ۱۸ نېته پرانيستل سو چي په افغانستان کي د سولي پر لور د لومړی گام په توگه ورته کتل کېده. خو افغان ولسمشر حامد کرزی، بيا د دې دفتر پروړاندي هغه مهال غوسه و ښووله چي د اسلامي امارت لوحه او سپين بيرغ پکښي ورپېد. کرزي دغه کار په تبعید کي د يوه دولت غير رسمي سفارت ياد کړ.

ولسمشر کرزي د طالبانو د دفتر د پرانيستل کېدو په غبرگون کي له امریکا متحده ایالاتو سره د امنيتي تړون پر سر خبري وځنډولې او په قطر کي ئې له طالبانو سره هم هر ډول خبري تحريم کړې.

په پاکستان کي د طالبانو يوه وياند چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي د تليفون له لاري د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ د ماتو وعدو په غبرگون کي په موقت ډول خپل دفتر تړلی دی.» آژانس ليکي چي دغه کس له نورو جزئياتو ورکولو څخه ډډه وکړه او يوازي ئې دومره وويل چي «موږ له امريکايانو، د کابل حکومت او ټول هغه اړخونه چي زموږ سره صادق نه ول خوشحاله نه يو».

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند جان، پساکي خبريالانو ته وويل چي د دفتر تړل کېدل بايد د سولي بهير زيان من نه کړي. هغه د سولي او پخلايني بهير «يو ستونزمن بهير» ياد کړ.

پساکي وويل: «موږ په دې باور يو چي د قطر د دفتر د پرانيستلو په اړه غلط فهمۍ بايد له هغو طالبانو سره د خبرو اترو پر وړاندي خنډ نه سي چي غواړي د سولي له بهير سره يوځای سي.»

هغه زياته کړه چي د امریکا متحده ايالات به په افغانستان کي د سولي د بهير ملاتړ کولو ته دوام ورکړي.

په قطر کي له طالبانو سره د خبرو مسئلې د امريکا متحده ايالاتو او افغان ولسمشر حامد کرزي تر منځ د نظر اختلاف نور هم پراخ کړی دی. د دوشنبې په ورځ نيويارک ټايمز ورځپاڼي داسي يو راپور خپور کړ چي گويا متحده ايالات غواړي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راايستلو پروسه چټکه کړي.

ورځپاڼي د دې کار دليل د جون مياشتي پر ۲۷ نېټه د حامد کرزي او بارک اوباما تر يوه ويديويي کنفرانس وروسته د اوباما نارضايټي ښوولې ده.

له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د نارضايتۍ دليل په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانيستلو په اړه د هغه په غوسه کېدل دي. د کرزي په نظر د امریکا متحده ايالاتو د افغان چارواکو له حضور پرته له «طالبانو سره جلا» خبري کول په پلان کي لرل. کابل هغه مهال ويلي ول چي له طالبانو سره د خبرو له پاره د امريکا متحده ايالاتو استازي د قطر پلازمېني دوحې ته رسېدلي ول.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي په حواله، د امریکا متحده ايالات له دې سره سره چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د يو شمېر ځواکونو د پاتېدو په اړه له افغان دولت سره په خبرو کي دي، له دغه هيواد څخه د خپلو ټولو ځواکونو راايستل نه ردوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب