1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په هرات کي ۱۱ عسکر وژلي

مطمئن۱۳۹۴ تیر ۸, دوشنبه

د هرات ولایت چارواکي وايي چي ښار ته نیږدې د کروخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولت وسله والو مخالفانو د افغان ملي اردو ۱۱ عسکر وژلي او ۹ تنه ټپيان شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

https://p.dw.com/p/1Fomg
انځور: picture alliance/landov/Xinhua/Ajmal

د هرات د والي ویاند احسان الله حیات په سيمه کي دويچه ويله وويل چي په وژل شوو کسانو کې یوتن صاحب منصب او لس تنه عسکر شامل دي.

ویل کیږې د ملي اردو دغه عسکر هغه وخت ووژل شول، چې له بادغیس ولايت څخه يې د لومړۍ لیوا عسکرو د کاروان د امنیت ساتلو په موخه سیمي ته تللي ول چې ناڅاپي د طالبانو له خوا د کروخ ولسوالۍ په مسجد چوبي سیمه کې يرغل وشوو.

د رسنيو د راپورونو له مخي ويل کیږي چې په دغه يرغل کې د ملي پوځ ۹ تنه عسکر ټپیان شوي دي.

خو د بادغیس یوتن امنیتي مقام د نوم د نه اخيستلو په شرط ويلي دي چې په دغه پېښه کې ۱۱ عسکر ځای پر ځای وژل شوي او ۶ تنه يې ټپیان دي چې ظفر قول اردو ته د درملني په موخه لیږدول شوي دي.

دا پېښه په داسي حال کې را مینځ ته کیږې چې تیره ورځ د هرات امنیه قومندان پاسوال مجید روزي په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو د فعاليت په اړه څرگندوني کړي وې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کروخ ولسوالي د هرات ښار په ختيځ شل کيلومترۍ کې د هرات-بادغيس پر لويه لاره پرته ده.