1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په هرات کې د یوه ځوان لاس او پښه پرې کړي

۱۳۹۵ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

طالبانو په هرات ولایت کې د یوه ۱۵ کلن افغان ځوان یو لاس او یوه پښه د غلا په تور تر یوې صحرایي محکمې وروسته د هغه د کورنۍ د غړو د سترګو پر وړاندې پرې کړې دي. دغه ځوان او کورنۍ یې اوس له حکومته مرسته غواړي.

https://p.dw.com/p/2Z93e
Afghanistan Taliban Strafe für Diebstahl
انځور: DW/S. Shokran Tanha

غلام فاروق پنځه لس کلن هراتی ځوان دی چې طالبانو د موټر سایکل د غلا په تور نیولی وو او بیا یې تر یوې صحرایي محکمې وروسته د هغه یو لاس او یوه پښه ترې پرې کړل. د هرات ځایي چارواکي هم دغه پیښه تائیدوي او وایي چې د دوشنبې په ورځ د هرات ښاره په ۵۰ کیلو مترۍ کې په اوبه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

غلام فاروق دویچه ویله ته وویل: «څلور کسان په سفر روان وو. په لار کې مې درو ملګرو را ته وویل چې راځه د خلکو موټر سایکلونه ودرو. ما وویل چې مه کوئ، دا ښه کار نه دی. ما ورته وویل چې تاسو یې وکړئ خو زه په کې برخه نه اخلم.»

غلام فاروق وویل چې د ده ملګرو د هغه پر منعه کولو سربیره هم درې موټر سایکلونه ودرول او په خپله ولاړل. دې زیاتوي: «زما ملګري پر موټر سایکلونو ولاړل او د هغې د خاوندانو لاس او پښې یې وتړلې. کله چې زه ورسیدم نو ما دغه کسان خلاص کړل او په خپل لاره روان شوم.»

خو د غلام فاروق برخه لیک تر دې شیبې وروسته بدل شو. د هغه په خبره د موټر سایکلونو صاحبانو له طالبانو مرسته وغوښته خو طالبان یوازې د ده په نیولو وتوانیدل. هغه وایي: «زه یې ونیولم او راڅخه یې وپوښتل چې ایا هغوی پیژنئ. ما وویل چې هو! هم یې پیژنم او هم مې یې کورونه لیدلي دي.»

د طالبانو دغې ډلې غلام فاروق د ۷۵ ورځو له پاره له ځان سره وساته. د دې ځوان کورنۍ هڅې وکړې چې هغه د طالبانو له بنده خلاص کړي خو پر دې ونه توانیدل. د فاروق ورور په داسې حال کې چې ژړلې یې دویچه ویله ته وویل: «ډیر کسان مو طالبانو ته واستول چې دی آزاد کړي. سپین ږیري، اربابان او نور ډیر کسان مو طالبانو ته واستول چې دی خوشي کړي، خو هغوی و نه منله. خو طالبانو بیا هم د ده لاس او پښه پرې کړل.»

د اوبه ولسوالۍ د امنیې قوماندان شیر اقا الکوزی، وایي چې دغه صحرایي محکمه په سیمه کې د طالبانو د یوه ځایي قوماندان ملا غوث الدین، له خوا جوړه شوې وه.

طالبان د افغانستان په ډیرو سیمو کې د افغان حکومت د قضایي بنسټونو تر څنګ په اصطلاح خپل قاضیان لري چې خلک ورته مراجعه کوي او بیا دوې هغو کسانو ته چې مجرم یې ګنې سختې سزاوې ورکوي. تیره اوونۍ طالبانو په بدخشان ولایت کې یوه ښځه د جنسې اړیکو په تور سنګسار کړې هم وه.

دغه شان صحرایي محکمې په داسې سیمو کې جوړیږي چې یا د طالبانو تر ولکې لاندې وي او یا هم افغان حکومت په کې پیاوړی حضور و نه لري.

د غلام فاروق د کورنۍ پر ډیرو هڅو سربیره هم طالبانو د هغه د کورنۍ د غړو د سترګو پر وړاندې د دې ځوان یو لاس او پښه پرې کړل. فاروق وایي: «تر محکمې وروسته یې زه له نورو خلکو یو څه لیرې بوتلم. دوو کسانو پیره کوله. نور کسان لیرې ناست وو. بیا یې ماته پیچکاري وکړه او لاس او پښه یې راته پرې کړل.»

اوس غلام قاروق او کورنۍ یې له افغان حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي چې درملنه یې وشي. ورور یې په په ژړغوني غږ وايي: «له حکومته مو هیله دا ده چې دی خو په ۱۵ کلنۍ کې له ژونده ناهیلي شو. له دې سره دې مرسته وکړي چې لاس او پښه یې یو څه ښه شي چې دی ناسته ولاړه وشي کړای.»

مرکه کوونکی: شعیب تنها شکران